د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی، د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر لیون پنیتا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتی موافق لیک په اړه وویل:" زه باور لرم چی د دغه سفر په جریان کې به افغانستان او امریکا د یو دوه اړخیز امنیتی موافقه لیک پر طرحې باندې کار وکړی چې د دواړو هېوادونو ګټې پکې تضمین وی."
حامدکرزی ته، په سیمه ایز وخت نن له غرمې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د یو لړ خاصو تشریفاتی مراسمو په ترڅ کې په پینټاګون کې تود هرکلی ووایه.
وروسته د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ملی سرودونه وغږول شول او د توپ 21 ډزې وشوې د پینټاګون د تشریفاتو ګارد معاینه او د هغه د احترام مراتب یې ومنل.
حامد کرزی همدا راز د 2001 میلادی کال د سپټمبر په11 مه نېټه په پنټاګون باندې د القاعدې سازمان د برید له سیمې او د دغې نېټې د قربانیانو له یاد ځای څخه لیدنه وکړه .
د هېواد جمهوررئیس د امریکا د دفاع له وزیر سره په کتنه کې وویل: زه خوشحاله یم چې د روان کال په جریان کې به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پینځم او وروستی پړاو اعلان او د هېواد بشپړ امنیتی مسوولیتونه به افغان امنیتی ځواکونه پخپله غاړه واخلی.
حامدکرزی په تیرو یولسو کلونوکې د افغان امنیتی ځواکونو د روزلو او تجهیز له امله د امریکا له متحده ایالاتو او له خپلو نورو نړیوالو متحدینو څخه مننه او قدردانی وکړه.
د هېواد جمهوررئیس پنیتا ته وویل:" ښاغلی وزیر زه تاسو ته ډاډ درکوم چې افغانستان به ستاسو په مرسته او همکاری په دې باندې وتوانیږی چې د خپلو خلکو امنیت ټینګ او د خپلې خاورې سرحدات پخپله وساتی ترڅو افغانستان هیڅکله هم د تروریستانو لخوا له پولې څخه د باندې نه و نه ګواښل شی."
د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په داسې حال کې چې د امریکا او افغانستان ملګرتیا یې بریالې وبلله، وې ویل: زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د امریکا متحده ایالات او د دغه هېواد د دفاع وزارت په بشپړه توګه ژمن دی چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړی ترڅو هغوی خپله خاوره پخپله وساتی.
د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان او امریکا اړیکو ته اشاره وکړه، وې ویل: دواړو هېوادونو په تیرو یو لسو کلونوکې له ترهګری سره د مبارزې په لاره کې قربانی ورکړی دی او دغو قربانیو د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې ټینګ اتحاد جوړ کړی دی چې هیڅکله به هم مات نه شی.
پنیټا، د افغان ځواکونو زړورتیا او مهارتونه وستایل، وې ویل چې افغان امنیتی ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره له ځانه دا وړتیا ښکاره کوی چې دوی په جرات، میړانې او ځواکمنی سره د خپل هېواد امنیت تامینوی او د افغانستان لپاره د یو خوندی راتلونکی ضمانت کوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: