خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/10/22 12:17کد خبر: 12844
افغان لنډ هنری فلم چاپ انداز هلکان، د اسکار جایزې ته کاندید شو

افغان لنډ هنری فلم چاپ انداز هلکان، د اسکار جایزې ته کاندید شو

افغان لنډ هنری فلم چاپ انداز هلکان، د اسکار جایزې ته کاندید شو - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

په افغانستان کې جوړ شوی لنډ هنری فلم چاپ انداز هلکان، چې په نړیوالو کچه یې د ګڼو خلکو پاملرنه ځان ته واړوله، پرون د اسکار جایزې ته کاندید شو. چاپ انداز هلکان د افغان فلم پروژې په نوم د غیرانتفاعی موسسې له خوا جوړ شوی. دا دېرش دقیقې فلم د مستندو فلمونو جوړوونکی امریکایی سم فرېنچ Sam French چې د افغان فلم پروژې موسسه هم تمویلوی جوړ کړی. په دې فلم کې، چې شوټنګ یې د 2011 کال په ژمی کې په کابل کې اولس ورځې دوام وکړ فواد محمدی، ولی تلاش او جوانمردپاییز مرکزی رولونه لوبولی. فرېنچ وایی، د دې فلم ډېره برخه لګښت له هغو 200 زره ډالرو څخه تمویل شو چې د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ده کمپنۍ ته ورکړل. نړېوالو وروسته له دې چې چاپ انداز هلکان په متحدوایالاتو، اروپا او اسیایی هېوادونو کې په نړیوالو فستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شو، د سم فرېنچ کار ډېر وستایه. فرېنچ تېر کال د دې فلم په خاطر د لاس انجلس د لنډو فلمونو د فستیوال جایزه وګټله او پرون د جنوری په لسمه د لنډو فلمونو په کتګورۍ کې اوسکار جایزې ته کاندید شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.