بېرته
افغان لنډ هنری فلم چاپ انداز هلکان، د اسکار جایزې ته کاندید شو
افغان لنډ هنری فلم چاپ انداز هلکان، د اسکار جایزې ته کاندید شو
د خپرېدو نېټه: 1391/10/22 12:17د خبر شمېره: 12844سرچینه: ایرکا خبری آژانس

په افغانستان کې جوړ شوی لنډ هنری فلم چاپ انداز هلکان، چې په نړیوالو کچه یې د ګڼو خلکو پاملرنه ځان ته واړوله، پرون د اسکار جایزې ته کاندید شو.
چاپ انداز هلکان د افغان فلم پروژې په نوم د غیرانتفاعی موسسې له خوا جوړ شوی. دا دېرش دقیقې فلم د مستندو فلمونو جوړوونکی امریکایی سم فرېنچ Sam French چې د افغان فلم پروژې موسسه هم تمویلوی جوړ کړی.
په دې فلم کې، چې شوټنګ یې د 2011 کال په ژمی کې په کابل کې اولس ورځې دوام وکړ فواد محمدی، ولی تلاش او جوانمردپاییز مرکزی رولونه لوبولی.
فرېنچ وایی، د دې فلم ډېره برخه لګښت له هغو 200 زره ډالرو څخه تمویل شو چې د متحدوایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ده کمپنۍ ته ورکړل.
نړېوالو وروسته له دې چې چاپ انداز هلکان په متحدوایالاتو، اروپا او اسیایی هېوادونو کې په نړیوالو فستیوالونو کې نندارې ته وړاندې شو، د سم فرېنچ کار ډېر وستایه.
فرېنچ تېر کال د دې فلم په خاطر د لاس انجلس د لنډو فلمونو د فستیوال جایزه وګټله او پرون د جنوری په لسمه د لنډو فلمونو په کتګورۍ کې اوسکار جایزې ته کاندید شو.