خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
کرزی په مشروط ډول د امریکایی پوځیانو مصونیت ومانه

زمان تقریبی مطالعه: 5 دقیقه
د افغانستان او امریکا ولسمشرانو په خپلو پرونیو خبرو کې موافقه ونه کړه چې له 2014 کال وروسته به څومره امریکایی پوځیان په افغانستان کې پاتې شی خو په دې سره سلا شول چې پاتې کېدونکی امریکایی پوځیان د افغانستان د قوانینو په وړاندې مصونیت ولری او په مقابل کې یې امریکایی پوځیان د افغانستان په کلیو او بانډ و کې عملیات افغان ځواکونو ته وسپاری او دغه راز د محبسونو او بندیانو کنټرول د افغانستان حکومت ته وسپاری.
دا هغه مسلې دی چې د افغانستان حکومت یې د خپل حاکمیت برخه بولی.
د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې له افغان ولسمشر سره له خبرو وروسته له هغه سره په یوه ګډه خبری غونډه کې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو د مصونیت غوښتنه وکړه.
ده ونه ویل چې له 2014 وروسته به په افغانستان کې څومره امریکایی پوځیان پاتې شی خو ویې ویل چې د امریکایی پوځیانو شمېر به له هغې امنیتی موافقې سره تړلی وی چې پر اساس یې امریکا په افغانستان کې د دغه هیواد د قوانینو په وړاندې د خپلو پوځیانو مصونیت غواړی.
اوباما دا هم وویل چې که هر څومره پوځیان یې په افغانستان کې پرېښودل، د هغو لپاره به د قانونی مصونیت غوښتنه وکړی. اوباما دا هم وویل چې په هیڅ هیواد کې امریکایی پوځیان له مصونیته پرته نه دی دېره شوی.
د افغانستان ولسمشر په خپل هیواد کې امریکایی پوځیانو ته قانونی مصونیت پر زندانونو او بندیانو د افغانستان د حکومت له کنټرول سره تړلی وباله.
حامد کرزی په دې اړه موافقه وستایله چې امریکا به په افغانستان کې د ټولو بندیانو او محبسونو کنټرول د افغانستان حکومت ته سپاری.
د افغانستان د حکومت بله غوښتنه دا وه چې امریکایی پوځیان دې د افغانستان په کلیو او بانډو کې عملیات ودروی.
د دواړو هیوادونو له موافقې سره سم به په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو ماموریت په راتلونکی پسرلی کې په حمایوی رول بدل شی.
تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې دا کار په دوبۍ کې وشی.
اوباما وویل له ولسمشر کرزی سره له خبرو وروسته امریکا ته دا موقع په لاس ورغله چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو ایستل په راتلونکو میاشتو کې چټک کړی.
اوباما دغه راز وویل چې په پام کې لری چې د 2014 کال په پای کې له افغانستانه د ناټو پوځیانو له وتلو وروسته نسبتاً لږ شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدی. ده وویل چې تراوسه پوری یې پرېکړه نه ده کړې چې دقیقاً به څومره پوځیان پرېږدی خو له جنرال الن او نورو قومندانانو سره له مشورې وروسته به پرېکړه وکړی چې څومره عسکر په افغانستان کې پرېږدی چې په دې هیواد کې ترلاسه شوې بریاوې ضایع نه شی.
د امریکا د ولسمشر په وینا په افغانستان کې د پاتې کېدونکو ځواکونو ماموریت به د افغان امنیتی ځواکونو روزنه، هغوی ته مشوره ورکول او دغه راز د القاعده شبکې د پاتې شونو پرضد په عملیاتو کې ملاتړ وی.
اوباما وویل چې دا ډېر محدود ماموریت دی او هغسی توشیح او سریزو ته اړتیا نه لری چې دوی په تېرو لسو کلونو کې درلود.
د افغانستان ولسمشر د اوباما په څرګندونو خوشی احساس کړه، ویې ویل: دا د امریکا په متحدو ایالتونو پوری اړه لری چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر په باب پرېکړه وکړی.
ده همداراز وویل:«د عسکرو شمېر د افغانستان په حالاتو کې بدلون نه شی راوستلی. څه چې مهم دی د دوو هیوادونو پراخې اړیکې دی.»
د افغانستان ولسمشر د دوو هیوادونو ترمنځ لانجمنو مسلو ته په اشارې وویل:«د امریکا متحدو ایالاتونو موافقه وکړه چې د هغه محبس کنټرول د افغانستان دولت ته وسپاری چې د تروریزم په شک نیول شوی کسان پکې بندیان دی.»
کرزی، چې اشاره یې د بګرام زندان ته وه، وویل چې دا محبس به کابل ته د ده له رسېدو سره سم افغان حکومت ته وسپارل شی.
کرزی همداراز د افغانستان له کلیو او بانډو د امریکایی پوځیانو د وتلو او په هغو کې د عملیاتو د بس کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دغه شرط د منلو په صورت کې حاضر دی چې پاتې کېدونکو امریکایی عسکرو ته د افغانستان د قوانینو په وړاندې مصونیت ومنی.
د افغانستان ولسمشر همداراز وویل:« د دغو مسلو له حل کولو وروسته، افغانانو ته ویلی شی چې په افغانستان کې امریکایی پوځیانو ته په داسی ډول مصونیت ورکړئ چې د افغانستان حاکمیت ته صدمه نه رسېږی او د افغانستان قوانین نه نقض کېږی.»
ده وویل هماغه راز چې امریکایانو ته د خپلو پوځیانو مصونیت مهم او حساس دی هماغسی موږ ته خپل ملی حاکمیت مهم او حساس دی. موږ ته دا مهمه ده چې په خپله خاوره کې بندیخانې او بندیان مو تر کنټرول لاندې وی.
د دواړو ولسمشرانو تر خبری غونډې لږ مخکې د افغانستان او امریکا په ګډه اعلامیه کې اوباما او کرزی د امنیتی ځواکونو پرمختګونه ستایلی او ویلی دی چې افغان امنیتی ځواکونه اوس د افغانستان د اتیا فیصده نفوس امنیت ساتی او دا فیصدی به د سږکال په پسرلی کې، چې د امریکا او ناټو پوځیان د جګړې له میدانه وځی او د مشوې رول په غاړه اخلی، 90 ته لوړه شی.
ولسمشر کرزی په ځلونو د افغانستان په کلیو او بانډو کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې له ترهګرۍ سره جګړه باید د افغانستان له پولو دباندې وشی.
ښاغلی اوباما وویل چې افغان امنیتی ځواکونه به د خپل هیواد د امنیتی چارو مسوولیتونه په پسرلی کې په داسی حال کې په غاړه واخلی چې د امریکا په مشرۍ ځواکونه به په منطقی ډول د خپلې جګړې پای ته رسولو ته نژدې شی.
اوباما د سپینې ماڼی په خبری غونډه کې همداراز وویل: له افغانستان سره د امریکا اړیکې، په داسی یو حالت کې چې افغان ځواکونه له دې هیواده د امریکایی پوځیانو د وتلو د تیارېدو لپاره زیات مسوولیتونه په غاړه منی، یوه بل حساس پړاو ته داخلېږی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.