خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/10 18:58کد خبر: 130251

اروپایی ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوایی بریدونو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله وغندله

اروپایی ټولنې پر کونړ او هلمند د پاکستان په هوایی بریدونو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله وغندله - خبرگزاری افغان ایرکا

اروپایی ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان په هوایی بریدونو کې د ملکی وګړو مرګ ژوبله غندلې او له افغانستان او پاکستانه یې غوښتی چې زغم وښیی او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د اسلامی امارت چارواکو ویلی، پرون سهار وختی د پاکستان په هوایی بریدونو کې د کونړ او هلمند په ځینو سیمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 9 کسان شهیدان، 11 نور ټپیان او درې کورونه ویجاړ شوی دی.

اروپایی ټولنې نن په یوه اعلامیه کې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د هوایی بریدونو له امله د ملکی وګړو مرګ‌ژوبله غندلې ده.

دغې ټولنې زیاته کړې: «موږ له دواړو لورو غواړو چې زغم وښیی او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړی.»

سرچینې زیاته کړې چې ټول لوری باید نړیوالو قوانینو، په ځانګړی ډول نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی وکړی، د ملکی وګړو او ملکی زېربناوو ساتنه وکړی او ملکی وګړو ته د زیان د مخنیوی لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) پرون تایید کړې وه چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان په هوایی بریدونو کې لږ تر لږه 10 ملکی وګړو ژوند له لاسه ورکړی او 9 نور ټپیان شوی چې ډېری یې ماشومان دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.