د اسلامی امارت چارواکو ویلی، پرون سهار وختی د پاکستان په هوایی بریدونو کې د کونړ او هلمند په ځینو سیمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون 9 کسان شهیدان، 11 نور ټپیان او درې کورونه ویجاړ شوی دی.
اروپایی ټولنې نن په یوه اعلامیه کې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د هوایی بریدونو له امله د ملکی وګړو مرګژوبله غندلې ده.
دغې ټولنې زیاته کړې: «موږ له دواړو لورو غواړو چې زغم وښیی او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړی.»
سرچینې زیاته کړې چې ټول لوری باید نړیوالو قوانینو، په ځانګړی ډول نړیوال بشردوستانه قانون ته درناوی وکړی، د ملکی وګړو او ملکی زېربناوو ساتنه وکړی او ملکی وګړو ته د زیان د مخنیوی لپاره ټول ممکن اقدامات ترسره کړی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت دفتر (یوناما) پرون تایید کړې وه چې په کونړ او هلمند ولایتونو کې د پاکستان په هوایی بریدونو کې لږ تر لږه 10 ملکی وګړو ژوند له لاسه ورکړی او 9 نور ټپیان شوی چې ډېری یې ماشومان دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.