کرزی د ښوونکی ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلی چې ښوونکو، له محدودو امکاناتو او سختو شرایطو سره سره، د هېواد د راتلونکی نسل په روزنه او پالنه کې خپله «ملی دنده» په صداقت، وفادارۍ او ژمنتیا ترسره کړې ده.
هغه زیاته کړې: «همدا ښوونکی دی چې ټولنه د علم رڼا ته رسوی.»
د افغانستان پخوانی ولسمشر ویلی چې ښوونکی د پوهې پر بنسټ سمبال ځوانان روزی او باسواده ځوانان کولی شی د هېواد د دفاع او ساتنې، ځانبساینې او باعزته ژوند زمینه برابره کړی.
کرزی د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکی ورځې مبارکی ویلې او د افغانستان د نجونو او هلکانو لپاره یې د زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلی چې د ټولو لپاره د علم زدهکړه د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتی ده.
هغه په پای کې د هېواد ټولو «قدردانو او زیارکښو» ښوونکو ته د ښوونکی ورځې مبارکی ویلې ده.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.