کرزی د ښوونکی ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلی چې ښوونکو، له محدودو امکاناتو او سختو شرایطو سره سره، د هېواد د راتلونکی نسل په روزنه او پالنه کې خپله «ملی دنده» په صداقت، وفادارۍ او ژمنتیا ترسره کړې ده.

هغه زیاته کړې: «همدا ښوونکی دی چې ټولنه د علم رڼا ته رسوی.»

د افغانستان پخوانی ولسمشر ویلی چې ښوونکی د پوهې پر بنسټ سمبال ځوانان روزی او باسواده ځوانان کولی شی د هېواد د دفاع او ساتنې، ځان‌بساینې او باعزته ژوند زمینه برابره کړی.

کرزی د هېواد ټولو ښوونکو ته د ښوونکی ورځې مبارکی ویلې او د افغانستان د نجونو او هلکانو لپاره یې د زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کړی دی. هغه ویلی چې د ټولو لپاره د علم زده‌کړه د افغانستان د خپلواکۍ او عزت لپاره حیاتی ده.

هغه په پای کې د هېواد ټولو «قدردانو او زیارکښو» ښوونکو ته د ښوونکی ورځې مبارکی ویلې ده.