رویټرز نن راپور ورکړی چې د برنټ خامو تېلو بیه 81 سنټه، یا 0.79 سلنه، لوړه شوې او د یوه بېرل بیه 103 اعشاریه 06 ډالرو ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه هم 46 سنټه، یا 0.50 سلنه، لوړه شوې او د یوه بېرل بیه 91 اعشاریه 57 ډالرو ته رسېدلې ده.
رویټرز لیکلی، د تېلو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې حوثیانو پرون ادعا وکړه، په ریاض او خریص کې یې د سعودی عربستان د تېلو شرکت «ارامکو» پر تاسیساتو د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړی دی.
خو د سعودی په مشرۍ ائتلاف د ریاض د هدف ګرځولو په اړه د حوثیانو ادعا «ګمراه کوونکې» بللې ده.
ارامکو د سعودی عربستان د تېلو دولتی شرکت او د نړۍ د انرژۍ له سترو شرکتونو څخه دی. دغه شرکت د سعودی عربستان د تېلو په تولید، تصفیه او لېږد کې مهم رول لری او په فعالیتونو کې یې هر ډول ګډوډی د تېلو پر نړیوالې عرضې او بیو اغېز کولی شی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.