پارس ټوډی د صدا او سیما خبری اژانس په حواله خبر ورکړی، چې د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د خاتمالانبیا مرکزی قرارګاه قوماندان، سرلشکر علی عبداللهی، ویلی چې د امریکا او صهیونیستی رژیم له خوا پر ایران تپل شوې جګړې له ماتې سره مخ شوې دی.
هغه وویل: «د امریکا خبیث ولسمشر او د صهیونیستی جنایتکارې ډلې مشر په بېلابېلو برخو کې له جدی بحرانونو سره مخ دی او یو ځل بیا هڅه کوی چې د ایران د اټومی وسلو د ترلاسه کولو د هڅې د ستر دروغ په پلمه، پر ایران د نوې جګړې پیل کوونکی شی.»
سرلشکر عبداللهی د خپلو څرګندونو په تشریح کې پر لاندې ټکو ټینګار وکړ:
1- د ایران ملت چې څو زره کلن تمدنی سابقه لری، تل د ظلم پر ضد او د عدالت غوښتونکی پاتې شوی او د هېڅ ظالم پر وړاندې به شاتګ ونه کړی.
2- صهیونیستی رژیم د محاسبې د تېروتنې له امله پر ایران 12 ورځنۍ جګړه او د رمضان جګړه پیل کړې، خو د ایران د وسلهوالو ځواکونو د پیاوړو بریدونو له امله یې د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده. دغه رژیم نه اوس او نه هم په راتلونکی کې د ځواکمن ایران پر وړاندې د مقابلې توان لری.
3- د امریکا ځانغوښتونکی ولسمشر دې پوه شی چې ایران د امریکا د کانګرس د ټاکنو پایلو ته انتظار نه کوی او د ایران پر وړاندې د هر ډول اقدام په صورت کې به د ایران وسلهوال ځواکونه سمدستی او له هېڅ محدودیت پرته د امریکا ګټې په نښه کړی.
4- د سیمې هغه هېوادونه چې د امریکا کوربه دی، باید پوه شی چې د ناامنۍ اصلی عامل په سیمه کې د امریکا د پوځ حضور دی او که نوې جګړه پیل شی، اور به یې ټول راګیر کړی.
5- نړیوالو سازمانونو، په ځانګړی ډول د اټومی انرژۍ نړیوالې ادارې ته خبرداری ورکوو چې د پسه په جامه کې د لېوه له رول لوبولو ډډه وکړی.
نوموړی په پای کې ټینګار وکړ: «اسلامی ایران تر بل هر وخت پیاوړی دی، د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لری او د الهی بریا هیله لری.»

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.