خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/13 22:13کد خبر: 130278

سرلښکر عبداللهی: نوې جګړه به د ټولو لمن ونیسی

سرلښکر عبداللهی: نوې جګړه به د ټولو لمن ونیسی - خبرگزاری افغان ایرکا

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او د اسلامی جمهوریت د خاتم الانبیا مرکزی قرارګاه قوماندان خبرداری ورکړی: که پر ایران نوې جګړه پیل شی، اور به یې ټول راګیر کړی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

پارس ټوډی د صدا او سیما خبری اژانس په حواله خبر ورکړی، چې د ایران د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز او د خاتم‌الانبیا مرکزی قرارګاه قوماندان، سرلشکر علی عبداللهی، ویلی چې د امریکا او صهیونیستی رژیم له خوا پر ایران تپل شوې جګړې له ماتې سره مخ شوې دی.

هغه وویل: «د امریکا خبیث ولسمشر او د صهیونیستی جنایتکارې ډلې مشر په بېلابېلو برخو کې له جدی بحرانونو سره مخ دی او یو ځل بیا هڅه کوی چې د ایران د اټومی وسلو د ترلاسه کولو د هڅې د ستر دروغ په پلمه، پر ایران د نوې جګړې پیل کوونکی شی.»

سرلشکر عبداللهی د خپلو څرګندونو په تشریح کې پر لاندې ټکو ټینګار وکړ:

1- د ایران ملت چې څو زره کلن تمدنی سابقه لری، تل د ظلم پر ضد او د عدالت غوښتونکی پاتې شوی او د هېڅ ظالم پر وړاندې به شاتګ ونه کړی.

2- صهیونیستی رژیم د محاسبې د تېروتنې له امله پر ایران 12 ورځنۍ جګړه او د رمضان جګړه پیل کړې، خو د ایران د وسله‌والو ځواکونو د پیاوړو بریدونو له امله یې د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده. دغه رژیم نه اوس او نه هم په راتلونکی کې د ځواکمن ایران پر وړاندې د مقابلې توان لری.

3- د امریکا ځان‌غوښتونکی ولسمشر دې پوه شی چې ایران د امریکا د کانګرس د ټاکنو پایلو ته انتظار نه کوی او د ایران پر وړاندې د هر ډول اقدام په صورت کې به د ایران وسله‌وال ځواکونه سمدستی او له هېڅ محدودیت پرته د امریکا ګټې په نښه کړی.

4- د سیمې هغه هېوادونه چې د امریکا کوربه دی، باید پوه شی چې د ناامنۍ اصلی عامل په سیمه کې د امریکا د پوځ حضور دی او که نوې جګړه پیل شی، اور به یې ټول راګیر کړی.

5- نړیوالو سازمانونو، په ځانګړی ډول د اټومی انرژۍ نړیوالې ادارې ته خبرداری ورکوو چې د پسه په جامه کې د لېوه له رول لوبولو ډډه وکړی.

نوموړی په پای کې ټینګار وکړ: «اسلامی ایران تر بل هر وخت پیاوړی دی، د هر ډول ګواښ پر وړاندې د مقابلې لپاره بشپړ چمتووالی لری او د الهی بریا هیله لری.»

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.