د رویټرز د راپور له مخې، ټرمپ پر خپله ټولنیزه شبکه ټروت سوشل لیکلی چې له ایران سره «ګټورې خبرې» روانې دی، خو د هرمز تنګی په اړه یې د امریکا د بندیز دوام ته هم اشاره کړې ده.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی ویلی چې هېواد یې د امریکا دریځ ارزوی او تمه ده په راتلونکو څو ورځو کې د واشنګټن وړاندیز ته ځواب ورکړی.
د رویټرز د راپور له مخې، عراقچی زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې د منځګړو له لارې روانې دی.
د هغه په خبره، ایران خپل وړاندیزونه، چې د «اوو ورځو پلان» په نوم یاد شوی، وړاندې کړی او د امریکا دریځ یې هم ترلاسه کړی دی.
د یادونې ده، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو یوه مهمه موضوع د هرمز تنګی بیا پرانیستل او د سمندری تګ راتګ عادی کول دی. دغه تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لار ده.
سره له دې چې ټرمپ له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د برید نه کولو خبره کړې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو د هواری او د خبرو د پایلې په اړه لا وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې.
ټرمپ: د امریکا له منځمهالو ټاکنو مخکې پر ایران برید نه کوو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلی چې هېواد به یې د نومبر په درېیمه د کانګرس د منځمهالو ټاکنو له ترسره کېدو مخکې پر ایران برید ونه کړی او له تهران سره «ګټورې» خبرې روانې دی.
زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
- منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.