خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/17 17:46کد خبر: 130324

د اوزبېکستان ولسمشر له افغانستان سره د اوبو د مدیریت په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی

د اوزبېکستان ولسمشر له افغانستان سره د اوبو د مدیریت په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی - خبرگزاری افغان ایرکا

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د اوبو د کمښت او اقلیمی بدلونونو له امله د منځنۍ اسیا له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه پر دوامداره خبرو ټینګار کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د اوزبېکستان د ولسمشرۍ دفتر خبرپاڼه کې راغلی چې میرضیایوف دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او اذربایجان هېوادونو د مشرانو په اتمه مشورتی غونډه کې کړې دی.

هغه ویلی چې له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه باید دوامداره او منظمې خبرې اترې وشی او په دې برخه کې د سیمې د ټولو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شی.

د اوزبېکستان ولسمشر په داسې حال کې له افغانستان سره د اوبو په اړه پر خبرو ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د اوبو د کمښت او اقلیمی بدلونونو له اغېزو سره مخ دی.

دغه‌راز، د افغانستان په شمال کې د قوش‌تېپې کانال جوړول، چې د امو سیند اوبه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کرنیزو ځمکو ته لېږدوی، د سیمې د اوبو د مدیریت موضوع لا مهمه کړې ده.

د دغه کانال د اوبو اخیستنې په اړه د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه اندېښنې لری او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د سیمه‌ییزې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کوی.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلی وو چې د قوش‌تېپې کانال په جوړولو سره به د هېڅ هېواد د اوبو حق نه ضایع کېږی او افغانستان به په دغه کانال کې یوازې له خپلو حقه اوبو ګټه واخلی.

دغه‌راز، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلی وو چې افغانستان د امو سیند د حوزې له هېوادونو سره د اوبو تړون نه لری او د خپلو اوبو د کارولو حق لری. هغه همداراز د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو په اړه خبرو ته د چمتووالی څرګندونه کړې وه.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.