د اوزبېکستان د ولسمشرۍ دفتر خبرپاڼه کې راغلی چې میرضیایوف دغه څرګندونې د منځنۍ اسیا او اذربایجان هېوادونو د مشرانو په اتمه مشورتی غونډه کې کړې دی.

هغه ویلی چې له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه باید دوامداره او منظمې خبرې اترې وشی او په دې برخه کې د سیمې د ټولو هېوادونو ګټې په پام کې ونیول شی.

د اوزبېکستان ولسمشر په داسې حال کې له افغانستان سره د اوبو په اړه پر خبرو ټینګار کړی چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د اوبو د کمښت او اقلیمی بدلونونو له اغېزو سره مخ دی.

دغه‌راز، د افغانستان په شمال کې د قوش‌تېپې کانال جوړول، چې د امو سیند اوبه د بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کرنیزو ځمکو ته لېږدوی، د سیمې د اوبو د مدیریت موضوع لا مهمه کړې ده.

د دغه کانال د اوبو اخیستنې په اړه د منځنۍ اسیا ځینې هېوادونه اندېښنې لری او د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د سیمه‌ییزې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کوی.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مخکې ویلی وو چې د قوش‌تېپې کانال په جوړولو سره به د هېڅ هېواد د اوبو حق نه ضایع کېږی او افغانستان به په دغه کانال کې یوازې له خپلو حقه اوبو ګټه واخلی.

دغه‌راز، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلی وو چې افغانستان د امو سیند د حوزې له هېوادونو سره د اوبو تړون نه لری او د خپلو اوبو د کارولو حق لری. هغه همداراز د ګاونډیو هېوادونو د اندېښنو په اړه خبرو ته د چمتووالی څرګندونه کړې وه.