د نیوز سنټرل اسیا د راپور له مخې، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان د برېښنا لېږد دهلېز د نړۍوالو پروژو مشر مراد ارتیکوف دا څرګندونې په عشقاباد کې د ترکمنستان د 2026 کال د نفتو او ګازو په نړۍوال کنفرانس کې کړې دی.
هغه ویلی چې ترکمنستان د پولو هاخوا د برېښنا لېږد پروژې پلې کوی، څو افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د انرژۍ برخه کې همکاری پراخه شی.
د ارتیکوف په وینا، د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژه چې د 500 کیلوولټه ولتاژ او 711 کیلومتره اوږدوالی لری، په دې برخه کې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده.
هغه زیاته کړې چې د دې پروژې د شبرغان–دشتالوان برخې چارې به په راتلونکو میاشتو کې بشپړې شی او ټاکل شوې چې د کابل ولایت د دشتالوان–ارغندۍ برخه یې د 2027 کال په جون میاشت کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شی.
د ترکمنستان د انرژۍ وزارت دغه چارواکی ټینګار کړی چې د پروژې په بشپړېدو سره به له تخنیکی پلوه له ترکمنستان څخه افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد امکان برابر شی؛ هغه اقدام چې د کابل د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لرلای شی.
ارتیکوف دغهراز ویلی چې د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان (ټاپ) برېښنا لېږد پروژې په چوکاټ کې د ښکېلو هېوادونو او پانګهوالو ترمنځ له 50 ډېر سندونه لاسلیک شوی دی.
د هغه په وینا، تمه ده چې د دې پروژې د هغو چارو د دوام نقشه چې د افغانستان په خاوره کې ترسره کېږی، ژر د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ نهایی شی.
هغه زیاته کړې چې د هېوادونو ترمنځ د برېښنا لېږد د زیربناوو پراختیا، د انرژۍ د صادراتو د زیاتوالی ترڅنګ، د خلکو د ژوند د کچې په ښه کېدو، د صنعت په وده، د ټولنیزو خدمتونو په پراختیا او د سیمې د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مرسته کولای شی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.