خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/01 20:48کد خبر: 130436

ترکمنستان: د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابرېږی

ترکمنستان: د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابرېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو چارواکی وایی، د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شی او ټاکل شوې چې د دې پروژې د دشت الوان–ارغندۍ برخه د 2027 کال په جون میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د نیوز سنټرل اسیا د راپور له مخې، د ترکمنستان د انرژۍ وزارت د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان د برېښنا لېږد دهلېز د نړۍوالو پروژو مشر مراد ارتیکوف دا څرګندونې په عشق‌اباد کې د ترکمنستان د 2026 کال د نفتو او ګازو په نړۍوال کنفرانس کې کړې دی.

هغه ویلی چې ترکمنستان د پولو هاخوا د برېښنا لېږد پروژې پلې کوی، څو افغانستان ته د برېښنا صادرات زیات او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د انرژۍ برخه کې همکاری پراخه شی.

د ارتیکوف په وینا، د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژه چې د 500 کیلوولټه ولتاژ او 711 کیلومتره اوږدوالی لری، په دې برخه کې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده.

هغه زیاته کړې چې د دې پروژې د شبرغان–دشت‌الوان برخې چارې به په راتلونکو میاشتو کې بشپړې شی او ټاکل شوې چې د کابل ولایت د دشت‌الوان–ارغندۍ برخه یې د 2027 کال په جون میاشت کې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شی.

د ترکمنستان د انرژۍ وزارت دغه چارواکی ټینګار کړی چې د پروژې په بشپړېدو سره به له تخنیکی پلوه له ترکمنستان څخه افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد امکان برابر شی؛ هغه اقدام چې د کابل د برېښنا اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول لرلای شی.

ارتیکوف دغه‌راز ویلی چې د ترکمنستان–افغانستان–پاکستان (ټاپ) برېښنا لېږد پروژې په چوکاټ کې د ښکېلو هېوادونو او پانګه‌والو ترمنځ له 50 ډېر سندونه لاسلیک شوی دی.

د هغه په وینا، تمه ده چې د دې پروژې د هغو چارو د دوام نقشه چې د افغانستان په خاوره کې ترسره کېږی، ژر د ترکمنستان د انرژۍ وزارت او د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت ترمنځ نهایی شی.

هغه زیاته کړې چې د هېوادونو ترمنځ د برېښنا لېږد د زیربناوو پراختیا، د انرژۍ د صادراتو د زیاتوالی ترڅنګ، د خلکو د ژوند د کچې په ښه کېدو، د صنعت په وده، د ټولنیزو خدمتونو په پراختیا او د سیمې د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مرسته کولای شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.