خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/07 10:20کد خبر: 130482

څېړنه: د جنګیالیو ښودلو لپاره د ملکی افغانانو له مړو سره د وسلو اېښودو په اړه اسټرالیایی افسران خبر وو

څېړنه: د جنګیالیو ښودلو لپاره د ملکی افغانانو له مړو سره د وسلو اېښودو په اړه اسټرالیایی افسران خبر وو - خبرگزاری افغان ایرکا

د یوې رسمی څېړنې د موندنو له مخې، چې لنډیز یې په دې وروستیو کې په اسټرالیا کې خپور شوی، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو یو شمېر افسران خبر وو چې د ملکی افغانانو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودل کېږی، څو هغوی د جنګیالیو په توګه معرفی شی؛ خو دغو افسرانو د دې ناقانونه کړنې مخنیوی لپاره اقدام نه و کړی.

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

ګارډین ورځپاڼې نن (پنج‌شنبه) د اسټرالیا د دفاعی ځواکونو د عمومی مفتش دفتر(IGADF)  په حواله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د فعالیتونو او د قوماندې د جوړښت په اړه د یوې څېړنې لنډیز، چې په 2021 کال کې پیل شوې وه، روانه اونۍ د خلکو لاسرسی ته وړاندې شوی دی.

د راپور له مخې، یادې څېړنې ښودلې چې یو شمېر اسټرالیایی سرتېرو د افغان ملکی وګړو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودلې، څو هغوی جنګیالی معرفی کړی. د راپور له مخې، یو شمېر افسران، سره له دې چې له دې کړنې خبر وو، د څېړنې او مخنیوی لپاره یې اغېزناک ګامونه نه دی پورته کړی.

په څېړنه کې راغلی چې د رهبرۍ کمزورتیا، د قوماندې د جوړښت ناکاری، د پوځی انضباط کمزوری کېدل او د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د پټ‌کارۍ فضا د جدی سرغړونو لپاره زمینه برابره کړې وه.

همدارنګه، په راپور کې راغلی چې یو شمېر سرتېرو د عملیاتو په اړه د ناسمو راپورونو په وړاندې کولو سره هڅه کوله خپلې کړنې پټې کړی او ځینې ملکی وګړی یې د واقعیت خلاف، په نښتو کې ښکېل کسان معرفی کول.

د څېړنې موندنې ښیی چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو په ځینو قطعاتو کې داسې لوړپوړی کسان چې د افسرۍ رتبه یې نه لرله، دومره نفوذ ته رسېدلی وو چې ټیټ‌رتبه افسرانو په عملی ډول د څارنې او د قوماندې د واک کارولو وړتیا له لاسه ورکړې وه.

بلخوا، د اسټرالیا د دفاعی ځواکونو قوماندان مارک هامونډ د دې څېړنې موندنې منلې او ویلی یې دی چې د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په جوړښت کې جدی نیمګړتیاوې موجودې وې.

هغه په راپور کې افشا شوې کړنې د نه منلو وړ بللې او ویلی یې دی چې دا کړنې د اسټرالیا د دفاعی ځواکونو له ارزښتونو او مسلکی معیارونو سره په ټکر کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې په 2020 کال کې د «بریرټون» په نوم د یوې پخوانۍ څېړنې موندنو داسې باوری شواهد موندلی وو چې ښودله یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال 39 افغان ملکی وګړی او بندیان په ناقانونه توګه وژلی وو.

خو په پخوانۍ څېړنه کې د دغو کړنو اصلی مسوولیت د پوځی ګزمو پر قوماندانانو اچول شوی و؛ په داسې حال کې چې په نوی راپور کې څرګنده شوې چې یو شمېر افسران له سرغړونو خبر وو، خو د دغو کړنو په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # ملکی افغانانو
  • # اسټرالیایی افسران
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.