ګارډین ورځپاڼې نن (پنجشنبه) د اسټرالیا د دفاعی ځواکونو د عمومی مفتش دفتر(IGADF) په حواله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د فعالیتونو او د قوماندې د جوړښت په اړه د یوې څېړنې لنډیز، چې په 2021 کال کې پیل شوې وه، روانه اونۍ د خلکو لاسرسی ته وړاندې شوی دی.
د راپور له مخې، یادې څېړنې ښودلې چې یو شمېر اسټرالیایی سرتېرو د افغان ملکی وګړو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودلې، څو هغوی جنګیالی معرفی کړی. د راپور له مخې، یو شمېر افسران، سره له دې چې له دې کړنې خبر وو، د څېړنې او مخنیوی لپاره یې اغېزناک ګامونه نه دی پورته کړی.
په څېړنه کې راغلی چې د رهبرۍ کمزورتیا، د قوماندې د جوړښت ناکاری، د پوځی انضباط کمزوری کېدل او د اسټرالیا د ځانګړو ځواکونو په لیکو کې د پټکارۍ فضا د جدی سرغړونو لپاره زمینه برابره کړې وه.
همدارنګه، په راپور کې راغلی چې یو شمېر سرتېرو د عملیاتو په اړه د ناسمو راپورونو په وړاندې کولو سره هڅه کوله خپلې کړنې پټې کړی او ځینې ملکی وګړی یې د واقعیت خلاف، په نښتو کې ښکېل کسان معرفی کول.
د څېړنې موندنې ښیی چې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو په ځینو قطعاتو کې داسې لوړپوړی کسان چې د افسرۍ رتبه یې نه لرله، دومره نفوذ ته رسېدلی وو چې ټیټرتبه افسرانو په عملی ډول د څارنې او د قوماندې د واک کارولو وړتیا له لاسه ورکړې وه.
بلخوا، د اسټرالیا د دفاعی ځواکونو قوماندان مارک هامونډ د دې څېړنې موندنې منلې او ویلی یې دی چې د ځانګړو ځواکونو د قوماندې په جوړښت کې جدی نیمګړتیاوې موجودې وې.
هغه په راپور کې افشا شوې کړنې د نه منلو وړ بللې او ویلی یې دی چې دا کړنې د اسټرالیا د دفاعی ځواکونو له ارزښتونو او مسلکی معیارونو سره په ټکر کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې په 2020 کال کې د «بریرټون» په نوم د یوې پخوانۍ څېړنې موندنو داسې باوری شواهد موندلی وو چې ښودله یې د اسټرالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال 39 افغان ملکی وګړی او بندیان په ناقانونه توګه وژلی وو.
خو په پخوانۍ څېړنه کې د دغو کړنو اصلی مسوولیت د پوځی ګزمو پر قوماندانانو اچول شوی و؛ په داسې حال کې چې په نوی راپور کې څرګنده شوې چې یو شمېر افسران له سرغړونو خبر وو، خو د دغو کړنو په مخنیوی کې پاتې راغلی دی.
