د سیمې د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې د «نشهیی توکو پر وړاندې د اسلامی امارت د مبارزې» تر سرلیک لاندې غونډه جوړه شوه.
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د نشهیی توکو د کښت، تولید او قاچاق پر وړاندې د سیمې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلامی امارت چمتو دی، څو د هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لپاره په افغانستان کې د نشهیی توکو پر وړاندې د مبارزې د وضعیت د ارزونې په موخه د ساحوی لیدنو زمینه برابره کړی.
امیرخان متقی ټینګار وکړ چې اسلامی امارت د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نشهیی توکو د کښت زیاتېدو ته اندېښمن دی.
د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی وویل: «اوسمهال زموږ لویه اندېښنه او ننګونه د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نشهیی توکو پراخ کښت او بیا د هغو قاچاق دی. که نړیواله ټولنه د دې بهیر مخنیوی ته پاملرنه ونه کړی، دا مبارزه به نیمګړې پاتې شی. همداراز، که د افغانستان د اسلامی امارت پرېکنده اقدامات په کره توګه ونه ارزول شی، د نشهیی توکو د کنټرول په اړه راپورونه په غیرمسلکی ډول چمتو شی، د سیمو واقعی ارزونه ونه شی او یا د مغرضو کړیو روایتونو ته تبلیغ وشی، دا به له دې بریالۍ مبارزې سره لویه جفا وی.»
د کورنیو چارو وزارت له نشهیی توکو سره د مبارزې مرستیال هم په دې غونډه کې ویلی چې په روان زېږدیز کال کې د نشهیی توکو پر وړاندې له اتو زرو ډېر عملیات ترسره شوی او په دې تړاو له لسو زرو ډېر شکمن کسان نیول شوی دی.
د نوموړی په وینا، زرګونه روږدی کسان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوی او له 26 زره جریبه ډېره ځمکه د نشهیی توکو له کښت څخه پاکه شوې ده.
عبدالرحمن منیر زیاته کړه چې په روان زېږدیز کال کې د نشهیی توکو تر کښت لاندې ځمکه 26 زره او 500 هکټاره اټکل شوې وه، چې ډېره برخه یې له منځه وړل شوې ده.
عبدالرحمن منیر وویل: «د شکمنو کسانو د نیولو لپاره له اتو زرو او 200 ډېر عملیات، د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو لپاره له 12 زرو ډېر عملیات او د روږدو کسانو د راټولولو لپاره له څلورو زرو او 300 ډېر عملیات ترسره شوی دی.»
د عامې روغتیا وزارت هم وایی چې اوسمهال د هېواد په 34 ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې 67 مرکزونه فعالیت لری.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو مرکزونو 46 یې د لویانو نارینهوو، 14 یې د ښځو او ماشومانو او اووه نور یې د تنکیو ځوانانو درملنې ته ځانګړی شوی دی.
د اسلامی امارت رهبر د 1401 لمریز کال د وری په 14مه د یوه فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو کښت او د نشهیی توکو تولید منع اعلان کړ.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.