خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/21 23:12کد خبر: 130583

ملا برادر له اوورچوک سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډې پانګونې ټینګار وکړ

ملا برادر له اوورچوک سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او ګډې پانګونې ټینګار وکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند د روسیې د لومړی وزیر له مرستیال سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار کړی او روسی شرکتونو ته یې د کانونو، صنعت، زېربناوو، کرنې او مالدارۍ په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاست‌الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند د روسیې د لومړی وزیر له مرستیال الکسی اوورچوک سره په کتنه کې ویلی چې افغانستان غواړی د سوداګریزو اسانتیاوو او ګډو پانګونو د پراختیا له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کلنی حجم د هغوی له اقتصادی ظرفیتونو سره سم تر ممکنه لوړې کچې ورسوی.

هغه روسی شرکتونو ته بلنه ورکړې چې له افغان شریکانو سره د کانونو په استخراج، د صنعتی فابریکو، زېربناوو، ځانګړو اقتصادی زونونو او نورو اقتصادی پروژو په جوړولو او پراختیا کې پانګونه وکړی.

ملا برادر زیاته کړې چې په افغانستان کې د ګډو صنعتی پانګونو، له نړیوالو معیارونو سره سم د صنعتی پارکونو، ګډو ځانګړو اقتصادی زونونو او وچو بندرونو د جوړولو او فعالولو او د سوداګریزو زېربناوو د پراختیا په برخو کې د روسی پانګوالو لپاره فرصتونه شته.

ملا برادر دغه راز ویلی چې روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړی ډول د جلغوزیو، انځرو، زعفرانو، انګورو، انارو او پنبې د صادراتو د پراختیا او په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د روسی پانګونې لپاره هم زمینه برابره ده.

د روسیې د لومړی وزیر مرستیال الکسی اوورچوک د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ کابل ته راغلی دی. په دغه پلاوی کې د روسیې د بېلابېلو وزارتونو یو شمېر مسوولین، سوداګر او پانګوال شامل دی. ټاکل شوې چې دغه پلاوی له افغان چارواکو سره د سیاسی، اقتصادی، سوداګریزو او ټرانزیټی اړیکو او ګډو پراختیایی پروژو په اړه خبرې وکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.