خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/26 10:48کد خبر: 130623

حضرت آیت الله وحید خراسانی ملکوت اعلی ته وکوچېده

حضرت آیت الله وحید خراسانی ملکوت اعلی ته وکوچېده - خبرگزاری افغان ایرکا

د اهل بیتو علیهم السلام فقیه، د نړۍ د شیعه مسلمانانو د تقلید ستر مرجع، ربانی عالم او د دینی علومو د حوزو ستر استاد، حضرت آیت الله العظمی وحید خراسانی له دې فانی نړۍ سترګې پټې کړې.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د آیت‌الله العظمی وحید خراسانی دفتر نن د سې‌شنبې په سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه د وفات خبر اعلان کړ.

په دې خبرپاڼه کښې راغلی دی:

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحیمِ

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

یا أَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِی إِلى رَبِّکِ راضِیَةً مَرْضِیَّةً فَادْخُلِی فِی عِبادِی وَ ادْخُلِی جَنَّتِی

په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان سره، د اهل بیتو علیهم‌السلام د فقیه، د نړۍ د شیعه‌ مسلمانانو د ستر مرجعِ تقلید، ربانی عالم او د دینی علومو د حوزو د ستر استاد، حضرت آیت‌الله العظمی وحید خراسانی (رضوان الله تعالی علیه) د رحلت خبر درکوو.

په خبرپاڼه کښې زیاته شوې ده:

دغه لوړپوړی فقیه، له لسیزو زده‌کړو، څېړنو او د آل محمد صلی الله علیه وآله وسلم د علومو له تدریس، د اهل بیتو علیهم‌السلام د سپېڅلی حریم له دفاع، د حضرت ولی عصر عجل الله تعالی فرجه الشریف د یتیمانو له پالنې، د ګڼ شمېر پوهانو او فاضلو عالمانو له روزنې او په ځانګړې توګه د حضرت صدیقه کبری سلام الله علیها د شهادت د ورځو له پای ته رسېدو وروسته د هغې د ماتم د دینی مراسمو له ژوندی ساتلو وروسته، خپل روح خالق ته وسپاره او د هغو ټولو کسانو زړونه یې په غم اخته کړل چې د عصمت او طهارت له کورنۍ سره د دغه ربانی فقیه د ژورې مینې له امله یې له هغه سره د زړه ارادت درلود.

د آیت‌الله العظمی وحید خراسانی دفتر د دې نه جبرانېدونکې پېښې له امله د حضرت بقیةالله الاعظم ارواحنا فداه، دینی علمی حوزو، د فقاهت او مرجعیت د مقام مینه‌والو او ټولو شیعیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.