د آیتالله العظمی وحید خراسانی دفتر نن د سېشنبې په سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغه د وفات خبر اعلان کړ.
په دې خبرپاڼه کښې راغلی دی:
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحیمِ
إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ
یا أَیَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ ارْجِعِی إِلى رَبِّکِ راضِیَةً مَرْضِیَّةً فَادْخُلِی فِی عِبادِی وَ ادْخُلِی جَنَّتِی
په ډېرې خواشینۍ او ژور خپګان سره، د اهل بیتو علیهمالسلام د فقیه، د نړۍ د شیعه مسلمانانو د ستر مرجعِ تقلید، ربانی عالم او د دینی علومو د حوزو د ستر استاد، حضرت آیتالله العظمی وحید خراسانی (رضوان الله تعالی علیه) د رحلت خبر درکوو.
په خبرپاڼه کښې زیاته شوې ده:
دغه لوړپوړی فقیه، له لسیزو زدهکړو، څېړنو او د آل محمد صلی الله علیه وآله وسلم د علومو له تدریس، د اهل بیتو علیهمالسلام د سپېڅلی حریم له دفاع، د حضرت ولی عصر عجل الله تعالی فرجه الشریف د یتیمانو له پالنې، د ګڼ شمېر پوهانو او فاضلو عالمانو له روزنې او په ځانګړې توګه د حضرت صدیقه کبری سلام الله علیها د شهادت د ورځو له پای ته رسېدو وروسته د هغې د ماتم د دینی مراسمو له ژوندی ساتلو وروسته، خپل روح خالق ته وسپاره او د هغو ټولو کسانو زړونه یې په غم اخته کړل چې د عصمت او طهارت له کورنۍ سره د دغه ربانی فقیه د ژورې مینې له امله یې له هغه سره د زړه ارادت درلود.
د آیتالله العظمی وحید خراسانی دفتر د دې نه جبرانېدونکې پېښې له امله د حضرت بقیةالله الاعظم ارواحنا فداه، دینی علمی حوزو، د فقاهت او مرجعیت د مقام مینهوالو او ټولو شیعیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.