آیتالله شیخ عیسی قاسم وویل: د عالمانو زندانی کېدل د اسلام، آزادۍ، عزت او د ټولو حقونو د بشپړ ترلاسه کولو لپاره د جهاد د بهیر د پیاوړتیا لامل کېږی. بحرین او باایمانه خلک یې داسې حکومت نه غواړی چې پر زور ولاړ وی او موخه یې د هېواد او خلکو خوارول او ذلیلول وی.
هغه ټینګار وکړ: د بحرین خلک به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی. موږ له اسلام، آزادۍ او خپل عزت څخه نه تېرېږو. د بحرین حکومت غواړی چې د آزادۍ غوښتونکی، عالمان او د دینی علومو زدهکوونکی زندانی کړی او د عزت، کرامت او آزادۍ غږ خښ کړی.
د بحرین د شیعه مسلمانانو مشر څرګنده کړه: ناشونې ده چې د بحرین مؤمن خلک، له ټولو سختیو سره سره، د غلامۍ او څنډې ته کولو له سیاست سره مقابله ونه کړی، د خپلو حقونو د غصب پر وړاندې چوپ پاتې شی، د هغو د غوښتلو بهیر ودروی او یا له خپلو حقونو په لږ څه باندې راضی شی.
شیخ عیسی قاسم زیاته کړه چې د بحرین خلکو هوډ کړی چې له ټولو سختیو او ستونزو سره سره د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی.
هغه همدارنګه وویل: زموږ ژوند له اسلام، آزادۍ او کرامت سره تړلی دی او په هېڅ یوه برخه کښې به هم کوتاهی ونه کړو. د شخړو په پړاوونو کښې هغه کسان بریالی کېږی چې د خدای د رضا د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوی، نه هغه کسان چې د هغه پر بندګانو ظلم کوی او د هغه په مخلوقاتو کښې فساد خپروی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.