خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/26 10:49کد خبر: 130624

شیخ عیسی قاسم: د بحرین خلک ظالم حکومت نه غواړی

شیخ عیسی قاسم: د بحرین خلک ظالم حکومت نه غواړی - خبرگزاری افغان ایرکا

د بحرین د شیعیانو مشر پر ځان او د دغه هېواد او په یو شمېر نورو مخکښو دینی عالمانو د عمری بند د سزا د صادرېدو په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې د بحرین خلک ظالم حکومت نه غواړی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

آیت‌الله شیخ عیسی قاسم وویل: د عالمانو زندانی کېدل د اسلام، آزادۍ، عزت او د ټولو حقونو د بشپړ ترلاسه کولو لپاره د جهاد د بهیر د پیاوړتیا لامل کېږی. بحرین او باایمانه خلک یې داسې حکومت نه غواړی چې پر زور ولاړ وی او موخه یې د هېواد او خلکو خوارول او ذلیلول وی.

هغه ټینګار وکړ: د بحرین خلک به د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی. موږ له اسلام، آزادۍ او خپل عزت څخه نه تېرېږو. د بحرین حکومت غواړی چې د آزادۍ غوښتونکی، عالمان او د دینی علومو زده‌کوونکی زندانی کړی او د عزت، کرامت او آزادۍ غږ خښ کړی.

د بحرین د شیعه‌ مسلمانانو مشر څرګنده کړه: ناشونې ده چې د بحرین مؤمن خلک، له ټولو سختیو سره سره، د غلامۍ او څنډې ته کولو له سیاست سره مقابله ونه کړی، د خپلو حقونو د غصب پر وړاندې چوپ پاتې شی، د هغو د غوښتلو بهیر ودروی او یا له خپلو حقونو په لږ څه باندې راضی شی.

شیخ عیسی قاسم زیاته کړه چې د بحرین خلکو هوډ کړی چې له ټولو سختیو او ستونزو سره سره د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړی.

هغه همدارنګه وویل: زموږ ژوند له اسلام، آزادۍ او کرامت سره تړلی دی او په هېڅ یوه برخه کښې به هم کوتاهی ونه کړو. د شخړو په پړاوونو کښې هغه کسان بریالی کېږی چې د خدای د رضا د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوی، نه هغه کسان چې د هغه پر بندګانو ظلم کوی او د هغه په مخلوقاتو کښې فساد خپروی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.