خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/27 15:37کد خبر: 130659

افغانستان او ایران د ګمرکی همکاریو او سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا هوکړه کړې ده

افغانستان او ایران د ګمرکی همکاریو او سوداګریزو اسانتیاوو پر پراختیا هوکړه کړې ده - خبرگزاری افغان ایرکا

د مالیې وزیر ملا محمدناصر اخند ایران ته د خپل رسمی سفر پر مهال له ایرانی چارواکو سره د ګمرکی سیسټمونو نښلولو، د اسلام کلا بندر د 24 ساعته فعالیت او د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیاوو په اړه خبرې او دواړو لورو په دې برخو کې هوکړې کړې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دغه وزارت وزیر ملا محمدناصر اخند او ورسره مل پلاوی ایران هېواد ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې د ایران د اقتصاد او مالیې له وزیر ډاکټر مدنی‌زاده سره کتلی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر، د ا.ا د مالیې د وزیر او مل پلاوی هرکلی وکړ او د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادی فعالیتونو، زیاتې راکړې ورکړې د ګړندی بهیر برخه کې یې د افغان اړخ له هڅو مننه کړې ده.

دغه‌راز، ایرانی لوری له افغانستان سره د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو لا پراختیا ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

خبرپاڼه کې راغلی، د افغانستان اسلامی امارت د مالیې وزیر د پانګونې، سرحدی او ګمرکی مسایلو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادی کمېسیون پر فعالیت خبرې کړې دی.

سرچینې لیکلی چې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران د ګمرکی سیسټمونو پر نښلولو، د ګمرکی فعالیتونو پر 24 ساعته کولو او په لومړی پړاو کې د راتلونکې شنبې له ورځې د اسلام‌‌کلا بندر د 24 ساعته فعالیت پر پیل هوکړې کړې دی.

دغه‌راز، په بندرونو کې د موټرو د تردد پر زیاتوالی، په بندرونو کې د خاک‌پولی پر له منځه وړلو، د قاچاقی توکو پر مخنیوی، په بندرونو کې د موټرو ځنډېدو پر مخنیوی او د افغانستان له لوری ایران هېواد ته د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم هوکړې وشوې.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.