د مالیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دغه وزارت وزیر ملا محمدناصر اخند او ورسره مل پلاوی ایران هېواد ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې د ایران د اقتصاد او مالیې له وزیر ډاکټر مدنیزاده سره کتلی دی.
سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر، د ا.ا د مالیې د وزیر او مل پلاوی هرکلی وکړ او د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادی فعالیتونو، زیاتې راکړې ورکړې د ګړندی بهیر برخه کې یې د افغان اړخ له هڅو مننه کړې ده.
دغهراز، ایرانی لوری له افغانستان سره د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو لا پراختیا ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.
خبرپاڼه کې راغلی، د افغانستان اسلامی امارت د مالیې وزیر د پانګونې، سرحدی او ګمرکی مسایلو، سوداګرۍ، ترانزیټ او د دوه اړخیزو همکاریو اقتصادی کمېسیون پر فعالیت خبرې کړې دی.
سرچینې لیکلی چې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران د ګمرکی سیسټمونو پر نښلولو، د ګمرکی فعالیتونو پر 24 ساعته کولو او په لومړی پړاو کې د راتلونکې شنبې له ورځې د اسلامکلا بندر د 24 ساعته فعالیت پر پیل هوکړې کړې دی.
دغهراز، په بندرونو کې د موټرو د تردد پر زیاتوالی، په بندرونو کې د خاکپولی پر له منځه وړلو، د قاچاقی توکو پر مخنیوی، په بندرونو کې د موټرو ځنډېدو پر مخنیوی او د افغانستان له لوری ایران هېواد ته د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم هوکړې وشوې.
