خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/08/27 15:41کد خبر: 130662

د ایران او افغانستان د ټولو ګمرکونو فعالیتونه 24 ساعته کېږی

د ایران او افغانستان د ټولو ګمرکونو فعالیتونه 24 ساعته کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

د ایران او افغانستان د ګمرکونو چارواکو په تهران کې په یوه ګډه غونډه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالی او د ګمرکی همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د ایران د اقتصاد وزارت مرستیال او د دغه هېواد د ګمرکونو عمومی رئیس فرود عسګری او د افغانستان د ګمرکونو عمومی رئیس محمدحامد احمد په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او د ګمرکی چارو د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دی.

د هوکړې له مخې، ټاکل شوې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون، ماهیرود او میلک درېیو ګډو سرحدی ګمرکونو فعالیتونه 24 ساعته شی، څو د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد چټک او د ټرانزیټ په بهیر کې ځنډونه کم شی.

په دې غونډه کې د ګمرکی معلوماتو د برېښنایی تبادلې پر پراختیا هم خبرې شوې دی او دواړو لورو هوکړه کړې چې د دې کار له لارې به د سوداګرو لپاره د ګمرکی اسنادو او تشریفاتو بهیر چټک او اسانه شی.

د ایران د ګمرکونو چارواکو د افغانستان د ګمرکونو کارکوونکو ته د ګمرکی اصولو او مقرراتو په برخه کې د روزنیزو پروګرامونو د جوړولو چمتووالی هم څرګند کړی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د ګمرکونو عمومی رئیس محمدحامد احمد د ایران د ګمرکونو له عمومی رئیس فرود عسګری غوښتی چې د ګډو ګمرکی موضوعاتو د څېړلو لپاره راتلونکې غونډه په کابل کې جوړه کړی.

د اقتصادی چارو کارپوه عبدالهادی فرهنګ وایی، په ګمرکونو کې د اسانتیاوو رامنځته کول اړین دی او افغانستان کولای شی د ګمرکی چارو د ښه والی لپاره د ایران له تجربو ګټه واخلی.

بلخوا د افغانستان د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند ایران ته د خپل رسمی سفر په ترڅ کې د دغه هېواد مازندران ولایت ته تللی او هلته یې د کرنیزو او تولیدی فعالیتونو له یو شمېر مرکزونو لیدنه کړې ده.

د مالیې وزیر په مازندران کې له جوړو شویو محلی فابریکو، د کبانو له روزنځایونو او د تازه مېوو د بسته‌بندۍ له مرکزونو لیدنه کړې ده.

د مازندران ولایت چارواکو له افغان پلاوی سره په لیدنه کې د کرنې، سوداګرۍ او نورو اړوندو برخو کې د مسلکی او تخنیکی همکاریو د پراختیا ژمنه کړې ده.

مازندران د ایران په شمال کې د کسپین سمندرګی پر غاړه پروت ولایت دی، چې د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړی ډول د تروشو مېوو د باغونو او د کبانو د روزنې د فارمونو له امله د دغه هېواد له مهمو تولیدی ولایتونو څخه ګڼل کېږی.

هېره دې نه وی چې ایران د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږی او د دوغارون، ماهیرود او میلک له لارو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پام وړ سوداګریز توکی لېږدول کېږی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.