د روسیې ټاس خبری اژانس نن (پنجشنبه) راپور ورکړی چې کابلوف دغه څرګندونې له یاد خبری اژانس سره په خبرو کې کابل ته د روسیې د لومړی وزیر د مرستیال الکسی اوورچوک د سفر د پایلو په اړه کړې دی.
کابلوف روسیې ته د افغان پلاوو د احتمالی سفرونو په اړه ویلی: «هو، ښایی دا ډول سفرونه ترسره شی؛ دا موضوع د دواړو لورو په هوکړې پورې تړلې ده.»
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی څرګنده کړې چې د دغو احتمالی سفرونو موخه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو اقتصادی برخو کې مشخصو هوکړو ته رسېدل او د قراردادونو لاسلیکول وی.
هغه د دغو سفرونو د ترسره کېدو د کره نېټې په اړه جزئیات نه دی ورکړی او اسلامی امارت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
د یادونې ده، د روسیې د لومړی وزیر مرستیال الکسی اوورچوک د روان کال د لړم په 21مه د دغه هېواد د یوه لوړپوړی پلاوی په مشرۍ کابل ته سفر کړی و چې په ترڅ کې یې د افغانستان او روسیې د سوداګرۍ خونو او یو شمېر خصوصی شرکتونو ترمنځ د 103 میلیون امریکایی ډالرو په ارزښت د اقتصادی همکاریو 15 هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړهلیکونه د درملو، انرژۍ، غنمو، اوړو، غوړیو، غیرالکولی څښاکونو، تازه مېوو او نورو توکو د وارداتو او صادراتو په برخو کې لاسلیک شوی وو.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.