د اسلامی امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ټینګار کوی چې د افغانستان پر کورنیو مسایلو معامله نه شی کېدای.
ښاغلی مجاهد زیاتوی چې اسلامی امارت له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د ښو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی، خو په دې شرط چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړی.
د اسلامی امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په دې اړه وایی: «کورنی سیاست او د افغانستان مسایل په افغانستان پورې اړه لری، له بهرنیو لوریو سره تړاو نه لری او د معاملې وړ هم نه دی. د هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د اسلامی امارت دریځ څرګند دی او موږ له ټولو هېوادونو او سازمانونو سره ښې اړیکې غواړو، په دې شرط چې د افغانستان په چارو کې نه لاسوهنه تضمین شی.»
تر دې وړاندې، د 1405 کال د زمری په 29مه، د نږدې ختیځ سیاست لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ د یوې څېړنې موندنو ښودلې وه، چې اسلامی امارت په تېرو پنځو کلونو کې له 103 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره درې زره او 651 ډیپلوماټیک تعاملات لرلی دی.
د دغې څېړنې له مخې، ایران، چین، ترکیه، قطر، اوزبېکستان او هند د کابل له مهمو ډیپلوماټیکو شریکانو څخه دی.
د سیاسی چارو شنونکی، عزیز معارج وایی: «د نړۍ هېڅ هېواد بل هېواد ته د منفی یا تخریبی لاسوهنې اجازه نه ورکوی او دا د یوه هېواد د ثبات او امنیت لامل کېږی؛ بل ډول یې د هېوادونو مثبته لاسوهنه او تعامل دی چې د هېوادونو د ودې، پرمختګ او همکاریو لامل کېږی.»
د سیاسی چارو یوه بل شنونکی سید قریبالله سادات وایی: «نړیواله ټولنه یو کور او یوه کورنۍ ده او موږ هم باید دا په پام کې ونیسو؛ که د نړیوالې ټولنې برخه یو، باید په ځینو نړیوالو مسایلو کې همغږی ولرو، څو نړۍ قانع کړو چې افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی او د نړۍ او نړیوالې ټولنې په چوکاټ کې له اړینو تعاملاتو سره مخته ځو.»
له دې سره سره، د اسلامی امارت د بیا واکمنېدو څه باندې پنځه کاله وروسته، د اسلامی امارت په رسمیت پېژندنه لا هم د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ له اختلافی مسایلو څخه ده.
د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او نجونو د حقونو رعایتول او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې نه ګټه اخیستل، د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دی؛ هغه غوښتنې چې اسلامی امارت یې ځینې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.