خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/09/05 17:53کد خبر: 130723

مجاهد: له نړۍ سره د اړیکو په بدل کې پر کورنیو مسایلو معامله نه کوو

مجاهد: له نړۍ سره د اړیکو په بدل کې پر کورنیو مسایلو معامله نه کوو  - خبرگزاری افغان ایرکا

تر دې وړاندې، د نږدې ختیځ سیاست لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ د یوې څېړنې موندنو ښودلې وه، چې اسلامی امارت په تېرو پنځو کلونو کې له 103 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره درې زره او 651 ډیپلوماټیک تعاملات لرلی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټینګار کوی چې د افغانستان پر کورنیو مسایلو معامله نه شی کېدای.

ښاغلی مجاهد زیاتوی چې اسلامی امارت له ټولو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره د ښو اړیکو د ټینګولو غوښتونکی دی، خو په دې شرط چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړی.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وایی: «کورنی سیاست او د افغانستان مسایل په افغانستان پورې اړه لری، له بهرنیو لوریو سره تړاو نه لری او د معاملې وړ هم نه دی. د هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د اسلامی امارت دریځ څرګند دی او موږ له ټولو هېوادونو او سازمانونو سره ښې اړیکې غواړو، په دې شرط چې د افغانستان په چارو کې نه لاسوهنه تضمین شی.»

تر دې وړاندې، د 1405 کال د زمری په 29مه، د نږدې ختیځ سیاست لپاره د واشنګټن انسټیټیوټ د یوې څېړنې موندنو ښودلې وه، چې اسلامی امارت په تېرو پنځو کلونو کې له 103 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره درې زره او 651 ډیپلوماټیک تعاملات لرلی دی.

د دغې څېړنې له مخې، ایران، چین، ترکیه، قطر، اوزبېکستان او هند د کابل له مهمو ډیپلوماټیکو شریکانو څخه دی.

د سیاسی چارو شنونکی، عزیز معارج وایی: «د نړۍ هېڅ هېواد بل هېواد ته د منفی یا تخریبی لاسوهنې اجازه نه ورکوی او دا د یوه هېواد د ثبات او امنیت لامل کېږی؛ بل ډول یې د هېوادونو مثبته لاسوهنه او تعامل دی چې د هېوادونو د ودې، پرمختګ او همکاریو لامل کېږی.»

د سیاسی چارو یوه بل شنونکی سید قریب‌الله سادات وایی: «نړیواله ټولنه یو کور او یوه کورنۍ ده او موږ هم باید دا په پام کې ونیسو؛ که د نړیوالې ټولنې برخه یو، باید په ځینو نړیوالو مسایلو کې همغږی ولرو، څو نړۍ قانع کړو چې افغانستان یو خپلواک او ازاد هېواد دی او د نړۍ او نړیوالې ټولنې په چوکاټ کې له اړینو تعاملاتو سره مخته ځو.»

له دې سره سره، د اسلامی امارت د بیا واکمنېدو څه باندې پنځه کاله وروسته، د اسلامی امارت په رسمیت پېژندنه لا هم د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ له اختلافی مسایلو څخه ده.

د ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او نجونو د حقونو رعایتول او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان له خاورې نه ګټه اخیستل، د نړیوالې ټولنې له مهمو غوښتنو څخه دی؛ هغه غوښتنې چې اسلامی امارت یې ځینې د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.