جیو نیوز نن راپور ورکړی چې د اسلاماباد پراختیایی ادارې دغه امر وروسته له هغه صادر کړی چې د امانالله په نوم د یاد کور د مالک پاکستانۍ پېژندپاڼه لغوه شوې ده.
د یادې ادارې د حکم له مخې، پاکستانی دولتی ادارو امانالله بهرنی وګړی پېژندلی دی.
د اسلاماباد پراختیایی ادارې ویلی، د نومبر په 26مه یې امانالله ته خبرتیا ورکړې وه چې دغې ادارې ته حاضر شی، خو نوموړی حاضر نه شو چې له امله یې د یاد کور تخصیص لغوه شوی دی.
دغه امر داسې مهال صادر شوی چې په دې وروستیو کې د پاکستان د حکومت او جمعیت علمای اسلام ګوند ترمنځ سیاسی کړکېچ زیات شوی او د دغه ګوند پلویانو د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې لاریونونه پیل کړی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.