خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/25 0:0کد خبر: 1386

طالبان: ملکی مرګ ژوبله دې ګډ کمېسیون وڅېړی

طالبان: ملکی مرګ ژوبله دې ګډ کمېسیون وڅېړی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

طالبانو په لومړی ځل د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې د کچې معلومولو لپاره، د یوه داسې کمېسیون د جوړولو غوښتنه کړې، چې د دوى ترڅنګ په کې د ملګرو ملتونو او بهرنیو ځواکونو استازی هم ګډون ولری. د وسله والو طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ، د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) وروستى راپور یو اړخیز بللى دى. یوناما د روانې میاشتې په 19مه، په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړه، چې د روان میلادی کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 1271 ملکی وګړی وژل شوی، چې له دې ډلې، 76% یې د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا دی. خو طالبانو په خپله تازه خبرپاڼه کې د ملکی وګړو د وژنې په اړه د سپیناوی غوښتنه کړې ده. په خبرپاڼه کې راغلی: د اسلامی کنفرانس، ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو د کمېټې باصلاحیته غړیو او د اسلامی امارت د مجاهدینو او بهرنیو ځواکونو د استازو په ګډون دې، یو داسې کمېسیون تشکیل شی، چې د افغانستان په لر او بر کې د ملکی تلفاتو په اړه بشپړ او دقیق تحقیقات وکړی. په پېشنهاد شوی کمېسیون کې د افغانستان د دولت له استازو څخه یادونه، نه ده شوې. د دغې غوښتنې په اړه تراوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او افغان دولت کوم غبرګون نه دى ښودلى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.