بېرته
طالبان: ملکی مرګ ژوبله دې ګډ کمېسیون وڅېړی
د خپرېدو نېټه: 1389/05/25 0:0د خبر شمېره: 1386سرچینه: ایرکا خبری آژانس

طالبانو په لومړی ځل د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې د کچې معلومولو لپاره، د یوه داسې کمېسیون د جوړولو غوښتنه کړې، چې د دوى ترڅنګ په کې د ملګرو ملتونو او بهرنیو ځواکونو استازی هم ګډون ولری.
د وسله والو طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ، د ملکی وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) وروستى راپور یو اړخیز بللى دى.
یوناما د روانې میاشتې په 19مه، په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړه، چې د روان میلادی کال په لومړیو شپږو میاشتو کې 1271 ملکی وګړی وژل شوی، چې له دې ډلې، 76% یې د دولت د وسلوالو مخالفینو له خوا دی.
خو طالبانو په خپله تازه خبرپاڼه کې د ملکی وګړو د وژنې په اړه د سپیناوی غوښتنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلی: د اسلامی کنفرانس، ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو د کمېټې باصلاحیته غړیو او د اسلامی امارت د مجاهدینو او بهرنیو ځواکونو د استازو په ګډون دې، یو داسې کمېسیون تشکیل شی، چې د افغانستان په لر او بر کې د ملکی تلفاتو په اړه بشپړ او دقیق تحقیقات وکړی.
په پېشنهاد شوی کمېسیون کې د افغانستان د دولت له استازو څخه یادونه، نه ده شوې.
د دغې غوښتنې په اړه تراوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او افغان دولت کوم غبرګون نه دى ښودلى.