خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/25 0:0کد خبر: 1397

پیټریوس: په 2011 کال کې وتل ضروروی نه دی

پیټریوس: په 2011 کال کې وتل ضروروی نه دی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په افغانستان کې د امریکایی پوځ مشر جنرال ډېوېډ پېټریوس ویلی، چې له افغانستانه د پوځ ایستولو پر خبرې عمل کول ضروری نه دی. این بی سی تلویزیون سره په خبرو کې نوموړی ویلی، چې دى واک لری، چې ولسمشر اوباما ته ووایی، چې له افغانستان د پوځونو ویستل، خو به له وخته وړاندې نه وی؟ نوموړی زیاته کړې، چې د افغانستان جګړه یوه سخته جګړه ده او وی به. د امریکې ولسمشر اوبا له افغانستان د پوځونو ویستلو لپاره د 2011 میلادی کال نېټه ایښې، خو تر دې وړاندې یې افغانستان ته په 2009 میلادی کال کې د 30000 نورو نویو سرتېرو د استولو منظوری ورکړې وه. جنرال پېټریوس ویلی، چې د اسامه بن لادن نیول اوس هم د ده اصلی مقصد دى، ځکه اسامه بن لادن اوس هم د سخت دریزو لپاره یوه بېلګه ده. ده په ویکی لېکس وېب پاڼې کې د امریکایی پوځ په اړه پرخپاره شویو ریپوټونو نیوکې وکړې او ویې ویل، چې په ځینو برخو کې یې د هغو افغانانو نومونه هم ښکاره کړی، چې له هغو څخه مو په ځینو سختو عملیاتو کې مرسته تر لاسه کړې. امریکې له عراقه هم تر راتلونکی کاله پوره د پوځونو د ویستلو پرېکړه کړې، خو عراق کې لوړپوړى پوځی جنرال دا یوه له وخته وړاندې پرېکړه بللې. جنرال بابیکر زیباری وړاندوینه کړې، چې عراقی سرتیری تر راتلونکی کاله پورې د سیمې د امنیت ټینګولو وړتیا نشی ترلاسه کولاى.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان