خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/26 0:0کد خبر: 1406

بلخ کې د امنیتی ګواښونو په اړه د ټاکنو کمېسیون اندېښنې

بلخ کې د امنیتی ګواښونو په اړه د ټاکنو کمېسیون اندېښنې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د بلخ ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکی وایی، چې په ځینو ولسوالیو کې د رایې اچونې مرکزونه له امنیتی ګواښونو سره مخ دی. ټاکل شوې ده، چې د راون کال د وږی په 27 نېټه پارلمانی ټاکنې د دویم ځل لپاره په هېواد کې تر سره شی. د بلخ ولایت د ټاکنو خپلواک رئیس عزت الله آرمان په یوې ځانګړې مرکې کې کلید ته وویل، چې د امنیتی چارواکو په وینا، د بلخ ولایت په چار بولک، چمتال، شولگره او چارکینت ولسوالیو په ځینو سیمو کې خلک د امنیتی ستونزو سره مخ دی. سرچینې زیاته کړه، چې په نوموړیو ولسوالیو کې د عامه پوهاوی کارکونکی هم د امنیتی ستونزو سره مخ دی او نشی کولاى خپل کار ته دوام ورکړی. خو د ټاکنو کمېسیون رئیس د رایې اچونې د هغ مرکزونو، چې له امنیتی ګواښونو سره مخ دی شمېره څرګنده نه کړه. همدارنګه د 2009 شاهین قول اردو د دریمې لېوا قوماندان برید جنرال غلام فاروق احمدی وایی، چې په بلخ ولایت کې 319 د رایې اچونې مرکزونه شته، چې له جملې یې11 مرکزونه د امنیتی ګواښونو سره مخ دی. دی وایی، چې په دې اړه یې جدی پلټنې پیل کړی تر څو په هغه مرکزونو کې امنیتی ستونزې له منځه یوسې . همدا راز د ټاکنو کمسیون رئیس وویل، چې په دې ولایت کې تر 30 زره زیات کسانو د رایو ورکولو کارتونه تر لاسه کری، چې د ښځو ونډه د نارینو په پرتله ډېره ده. نوموری وویل، چې اوس هم خلک دوی ته مراجعه کوی تر څو د رایې ورکولو کارت تر لاسه کړی. دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر کارپوهانو په اند د پارلمانی ټاکنو په رارسېدو سره به امنیتی ستونزې لا ډېرې شی. د دوى په وینا، که دولت په دې اړه جدی ګام پورته نه کړی، نو ښایی ټاکنو کې خلک ونډه وانخلی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.