د بلخ ولایت د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکی وایی، چې په ځینو ولسوالیو کې د رایې اچونې مرکزونه له امنیتی ګواښونو سره مخ دی.
ټاکل شوې ده، چې د راون کال د وږی په 27 نېټه پارلمانی ټاکنې د دویم ځل لپاره په هېواد کې تر سره شی.
د بلخ ولایت د ټاکنو خپلواک رئیس عزت الله آرمان په یوې ځانګړې مرکې کې کلید ته وویل، چې د امنیتی چارواکو په وینا، د بلخ ولایت په چار بولک، چمتال، شولگره او چارکینت ولسوالیو په ځینو سیمو کې خلک د امنیتی ستونزو سره مخ دی.
سرچینې زیاته کړه، چې په نوموړیو ولسوالیو کې د عامه پوهاوی کارکونکی هم د امنیتی ستونزو سره مخ دی او نشی کولاى خپل کار ته دوام ورکړی.
خو د ټاکنو کمېسیون رئیس د رایې اچونې د هغ مرکزونو، چې له امنیتی ګواښونو سره مخ دی شمېره څرګنده نه کړه.
همدارنګه د 2009 شاهین قول اردو د دریمې لېوا قوماندان برید جنرال غلام فاروق احمدی وایی، چې په بلخ ولایت کې 319 د رایې اچونې مرکزونه شته، چې له جملې یې11 مرکزونه د امنیتی ګواښونو سره مخ دی.
دی وایی، چې په دې اړه یې جدی پلټنې پیل کړی تر څو په هغه مرکزونو کې امنیتی ستونزې له منځه یوسې .
همدا راز د ټاکنو کمسیون رئیس وویل، چې په دې ولایت کې تر 30 زره زیات کسانو د رایو ورکولو کارتونه تر لاسه کری، چې د ښځو ونډه د نارینو په پرتله ډېره ده.
نوموری وویل، چې اوس هم خلک دوی ته مراجعه کوی تر څو د رایې ورکولو کارت تر لاسه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر کارپوهانو په اند د پارلمانی ټاکنو په رارسېدو سره به امنیتی ستونزې لا ډېرې شی.
د دوى په وینا، که دولت په دې اړه جدی ګام پورته نه کړی، نو ښایی ټاکنو کې خلک ونډه وانخلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: