خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/26 0:0کد خبر: 1409

بهرنیو ځواکونو د یوه قومی مشر پر کور عملیات تر سره کړل

بهرنیو ځواکونو د یوه قومی مشر پر کور عملیات تر سره کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

بهرنیو ځواکونو د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې د سرې کلا په کلی کې د قومی مشر حاجی عمر خان پر کورعملیات ترسره کړل او د عمرخان په ګډون یې د هغه د کورنۍ 4 تنه غړی له ځان سره یوړل. د نوموړې کورنۍ یو تن غړى، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شی کلید ته وویل، چې د شپی ناوخته د پېشنمی پرمهال بهرنی ځواکونه د دوی کوررنو ته ورغلل او له پلټنې وروسته یې حاجی عمرخان او د هغه څلور ورېرونه له ځان سره یو ړل. د حاجی ګلا خان په نامه د سیمې یوه قومی مشر هم په دې اړه کلید ته وویل، چې حاجی عمر خان یو قومی مشر و، چې قومی شخړې به یې د مرکو جرګو له لارې حل کولې او له هیچا سره یې کومې اړیکې نه لرلې. بهرنیو ځواکونو په دې سیمه کې عملیات تائید کړی، خو د نیول شویو کسانو په اړه یی معلومات نه دی ورکړی، چې په کوم توریې نیولی دی. د پکتیکا ولایت دولتی چارواکو هم تر دا مهاله په دې اړه څه نه دی ویلی. دا په داسې حال کې ده، چې تردې وړاندې د مټاخان په ولسوالۍ کې هم ورته عملیات شوی وو، چې بهرنیوځواکونو پکې د 6 تنو وسلوالو طالبانو د نیولوخبر ورکړی و.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.