خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د امنیتی کمپنیو د بندولو لپاره شرایط برابر نه دی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
امریکایی چارواکی وایی، د امریکا پوځ غواړی، د خصوصی امنیتی کمپنیو فعالیتونه بالاخره بند شی، خو دوى زیاتوی، چې د دې کار لپاره شرایط تراوسه نه دی برابر شوی.
جمهور رئیس حامد کرزی پرون په خپل فرمان کې په افغانستان کې ټولو خصوصی امنیتی کمپنیو ته امر وکړ، چې په څلورو میاشتو کې خپل فعالیتونه ختم کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فلیپ کرولی، په افغانستان کې د خصوصی امنیتی کمپنیو د فعالیت د بندولو په برخه کې د کرزی د پرونی فرمان په اړه په عکس العمل کې وویل، واشنګټن فکر کوی، چې د افغانستان امنیتی ادارې د اوس لپاره په هېواد کې د امنیتی مسولیتونو منلو ته لا نه دی چمتو شوی.
د خصوصی امنیتی کمپنیو موضوع د افغان دولت او د امریکا او ناټو ځواکونو ترمنځ یوه لانجمنه مسئله ده.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.