د ازبکستان د اسلامی غورځنګ کمپیوتری پاڼې له القاعده شبکې سره د تړلې افراطی ډلې د مشر طاهر یولداش مړینه تایید کړیده.
د فرقان په نامه کمپیوتری پاڼې یو شمېر تصویرونه ښودلی ، چې لیکی دا طاهر یولداش دى.
په کمپیوتری پاڼې کې یوه اعلامیه هم خپره شوې ،چې زیاتوی یولداش کال وړاندې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حملې کې وژل شوى و.
په اعلامیې کی دا هم ویل شوی، د ازبکستان اسلامی غورځنګ ځکه د یولداش د مړینې خبر پټ ساتلى و، چې دوی په افغانستان او پاکستان کې له امریکایانو سره په جګړه کې ښیکل وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: