خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/28 0:0کد خبر: 1461

روسیه او پاکستان د مخالفینو سره په مبارزه کې د افغان دولت ملاتړی دی

روسیه او پاکستان د مخالفینو سره په مبارزه کې د افغان دولت ملاتړی دی  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د روسیې او پاکستان ولسمشرانو ژمنه وکړه، چې د سخت دریځو وسله والو پر وړاندې به د افغان حکومت ملاتړ وکړی او د افغانستان او سیمې د اقتصادی وضیعت د ښه کولو په خاطر به هر اړخیزه همکاری وکړی. دیمتری میدویدیف او اصف علی زرداری دا څرګندونې د روسېی په ساحلی ښار سوچی کې له افغان ولسمشر حامد کرزی او د نوموړی له تاجک سیال امام علی رحمان سره له څلور اړخیزې سرمشرېزې وروسته وکړې. د سرمشریزې په اعلامیه کې راغلی چې روسیه، پاکستان او تاجکستان به د افغانستان د زیر بناو په بیارغونه کې مرسته وکړی او د انرژۍ او ټرانسپورت په برخه کې به هم افغان دولت سره لازمه همکاری وکړی. د اعلامیې پر اساس د بیارغونې په برخه کې به دغه درې واړه هېوادونه د سالنګ تونل ته چې د افغانستان شمال او جنوب سره نښلوی لومړیتوب ورکړی او د تیلو ،ګاز په پروژو او په مزارشریف کې د بریښنا د تولید د یوه مرکز په جوړولو کې به لازمه همکاری وکړی. د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافروف خبریالانو ته وویل، چې څلور واړو مشرانو په دې موافقه کړې چې اقتصادی پرمختګ د موجودو ټولوستونزو د حل اساسی لاره ده. د روسیی ولسمشر افغان ولسمشر حامد کرزی ته ویلی چې مسکو به د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې له کابل سره بشپړه همکاری وکړی. د فرانسې خبری اژانس په وینا د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری ویلی چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د موجوده ستونزو پر وړاندې کار وکړی او او باید د افغانستان له خلکو سره د سولې او بیارغونې په برخه لازمه همکا ری وکړی. روسیی په ډاګه کړې چې افغانستان ته به خپل ځواکونه وانستوی خو د پخوانی شوروی اتحاد د نورو جمهوریتونو په شان یې ناټو ته له خپل قلمرو له لارې افغانستان ته د لوژیستیکی موادو د انتقال اجازه ورکړې ده. د روسېی د بهرنیو چارو وزیر ویلی په دې غونډه کې له افغانستان سره د روسیی له خوا هیلی کوپترو د مرستې په اړه هم خبرې وشوې. سرګی لافروف وویل، هېواد به یې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره د سپکو وسلو او مهماتو مرسته وکړی. هغه زیاته کړې چې روسیه به په افغانستان کې د نظم او قانون د زیربناو په بیارغونه کې خپلې پراخې مرستې ونه سپموی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.