بېرته
روسیه او پاکستان د مخالفینو سره په مبارزه کې د افغان دولت ملاتړی دی
د خپرېدو نېټه: 1389/05/28 0:0د خبر شمېره: 1461سرچینه: ایرکا خبری آژانس

د روسیې او پاکستان ولسمشرانو ژمنه وکړه، چې د سخت دریځو وسله والو پر وړاندې به د افغان حکومت ملاتړ وکړی او د افغانستان او سیمې د اقتصادی وضیعت د ښه کولو په خاطر به هر اړخیزه همکاری وکړی.
دیمتری میدویدیف او اصف علی زرداری دا څرګندونې د روسېی په ساحلی ښار سوچی کې له افغان ولسمشر حامد کرزی او د نوموړی له تاجک سیال امام علی رحمان سره له څلور اړخیزې سرمشرېزې وروسته وکړې.
د سرمشریزې په اعلامیه کې راغلی چې روسیه، پاکستان او تاجکستان به د افغانستان د زیر بناو په بیارغونه کې مرسته وکړی او د انرژۍ او ټرانسپورت په برخه کې به هم افغان دولت سره لازمه همکاری وکړی.
د اعلامیې پر اساس د بیارغونې په برخه کې به دغه درې واړه هېوادونه د سالنګ تونل ته چې د افغانستان شمال او جنوب سره نښلوی لومړیتوب ورکړی او د تیلو ،ګاز په پروژو او په مزارشریف کې د بریښنا د تولید د یوه مرکز په جوړولو کې به لازمه همکاری وکړی.
د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرګې لافروف خبریالانو ته وویل، چې څلور واړو مشرانو په دې موافقه کړې چې اقتصادی پرمختګ د موجودو ټولوستونزو د حل اساسی لاره ده.
د روسیی ولسمشر افغان ولسمشر حامد کرزی ته ویلی چې مسکو به د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې له کابل سره بشپړه همکاری وکړی.
د فرانسې خبری اژانس په وینا د پاکستان ولسمشر اصف علی زرداری ویلی چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د موجوده ستونزو پر وړاندې کار وکړی او او باید د افغانستان له خلکو سره د سولې او بیارغونې په برخه لازمه همکا ری وکړی.
روسیی په ډاګه کړې چې افغانستان ته به خپل ځواکونه وانستوی خو د پخوانی شوروی اتحاد د نورو جمهوریتونو په شان یې ناټو ته له خپل قلمرو له لارې افغانستان ته د لوژیستیکی موادو د انتقال اجازه ورکړې ده.
د روسېی د بهرنیو چارو وزیر ویلی په دې غونډه کې له افغانستان سره د روسیی له خوا هیلی کوپترو د مرستې په اړه هم خبرې وشوې.
سرګی لافروف وویل، هېواد به یې په نږدې راتلونکې کې د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره د سپکو وسلو او مهماتو مرسته وکړی.
هغه زیاته کړې چې روسیه به په افغانستان کې د نظم او قانون د زیربناو په بیارغونه کې خپلې پراخې مرستې ونه سپموی.