خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/03 0:0کد خبر: 1557

احمدولی کرزی د واشنګټن پوسټ ورځپاڼی راپور رد کړ

احمدولی کرزی د واشنګټن پوسټ ورځپاڼی راپور رد کړ - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

تېره ورځ یوې نړیوالې ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپلې گڼې کې د کندهار د ولایتی شورا پر رئیس احمدولی کرزی په اړه یو راپور خپور کړى و، چې د کندهار د هوایی ډگر له لارې یې په زیاته اندازه امریکایی ډالر د دوبۍ هېواد ته لېږدولی دی. خو د کندهار د ولایتی شورا رئیس احمدولی کرزی خبریالانو ته په خبری ناسته کې دغه راپورردکړ. د کندهار ولایتی شورا رئیس احمدولی کرزی وویل، دغسې نړیوالې ورځپاڼې یو ځل ما د سې اى اې غړى یا کارکونکى بولی او بېر ته هغه سې اى اې راباندې تورونه لگوی. د کرزی په وینا، څنگه کېدلاى شی یوه اداره دې پر خپل کارکونکی تور ولگوی. نوموړى وایی، کله چې جمهور رئیس کرزی شخصی امنیتی کمپنۍ بندې کړی، نو سمدستی دوى زما په اړه دا ډول راپور خپورکړ او هر وخت، چې د دوى او جمهور رئیس کرزی ترمنځ په کومو موضوعاتو مخالفت رامنځته شوى، نو د کورنۍ پرغړیو، په ځانګړی توګه پر ده یې تورونه لګولی. د یادونې وړ ده، چې دا لومړى ځل نه دى، چې یوه نړیواله ورځپاڼه د کندهار د ولایتی شورا پر رئیس احمدولی کرزی دا ډول تورونه خپروی، بلکې تر دې وړاندې هم څو نورو نړیوالو رسنیو پر ده ډول ډول تورونه لګولی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان