خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ملی امنیت د پنځو تنو د نیولو خبر ورکړ

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ملی امنیت عمومی ریاست په ننګرهار ولایت کې د پنځو تنو ورانکارو د نیولو خبر ورکړ.
د ملی امنیت له مطبوعاتی دفتره په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلی، چې نیول شویو کسانو په ننګرهار کې په ترهګریزو کړنو کې لاس درلود. خبرپاڼې لیکلی، چې نیول شوی کسان د وسله والو طالبانو د مشهور قوماندان یاسر د ډلې غړی او سرګروپان وو، چې په ګڼ شمېر ترهګریزو کړنو کې یې فعاله ونډه اخیستې ده.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې ، یادې ډلې د ایتلافی ځواکونو د اکمالاتی موټرو په سوځولو، د تورخم_ جلال اباد پر لویه لاره ، فارم سې، باریک اب، د مهمند درې ولسوالۍ او ګڼو نورو ځایونو کې ماینونه خښ کړی دی.
سرچینه لیکی، چې یادو کسانو 16 عدده ریموټ کنترول ماینونه، دوه بورۍ امونیم نایتریت ننګرهار ولایت ته د ترهګریزو کړنو لپاره راوړی وو.
د خبرپاڼې په وینا، نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.