خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
سادات: سېلابونو 600 رغنیزې پروژې زیانمنې کړی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ننګرهار د کلیو او پراختیا ریاست پردې ولایت وروستیو راوتو سېلابونو کې د خپلو شپږو سوو رغنیزو پروژو د زیانمنیدو خبر ورکوی.
د دې ریاست ویاند سید معروف سادات په یوه ځانګړې مرکه کې کلید ته وویل، چې له دې پروژو ترټولو ډېرې هغه په اچین، غنی خېلو، شېرزادو، بهسودو او خوګیاڼو ولسوالیو کې زیانمنې شوی.
سادات د څرنګوالی او شمېر ښودنې پرته د دې پروژو ځینې ډېرې زیانمنې شوې ګڼی او وایی دوى یې د بیارغونې پلان جوړکړى.
په ننګرهار کې د تېرې میاشتې او تېرې اونۍ مرګونو سېلابونو د دې پروژو پرزیانمنولو سربېره لسګونه تنه مړه او ټپیان کړی او په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او کورونه یې ویجاړ کړی چې د زیانمنو په وینایې یا خو یې اړوندو حکومتی او مرستندویو ادارو لا څه مرسته نه ده کړې او که کړې هم ده نو د دوى زیانونو او اړتیاوو ته یې ځواب نه دى ویلى
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.