خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/08 0:0کد خبر: 1635

فاریاب کې وسله والو مخالفینو 9 تنه وتښتول

فاریاب کې وسله والو مخالفینو 9 تنه وتښتول - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

په فاریاب ولایت کې د دولت ضد وسله والو مخالفینو د یوه پولیس په ګډون د دوو موسېسو 9 تنه کارکونکی وتښتول. یاد شوی کسان د هغه ولایت له قرمقل او کوهستان ولسوالیو څخه وړل شوی دی. عبد الواحد ناصری د فاریاب ولایت د قرمقول ولسوال وویل، چې د راه نجات موسېسې 4 ښځینه ډاکترانې سره له یوه موټر چلونکی تېره ورځ د هغه ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه د دولت ضد مخالفینو تښتولی دی. ناصری زیاته کړه، چې تښتول شویو کسانو پرته له دې، چې دولتی یا امنیتی چارواکوته ووایی سیمی ته تللی وو. همداراز د هغه ولایت له کوهستان ولسوالۍ څخه هم د اکتید موسېسې 4 تنه انجنیران سره د یو پولیس، چی په شخصی جامو کې کور ته روان وو هم نیول شوی دی. عبد الستار بارز د فاریاب مرستیال والی وایی، چې دوی د خپلو اړوندو کار د ترسره کولو لپاره هغې ولسوالۍ ته تللی وو، چې د مخالفینو له لوری تښتول شوی دی. د یادولو وړ ده، چې تر دې مخکې هم د ادا او Save the children موسېسې کارکونکی په دغه ولایت کې د دولت ضد مخالفینو له خوا تښتول شوی وو، چې یو شمېر یې د ځایی سپین ږیرو او امنیتی ځواکونو په مرسته بېرته خوشې شول.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.