خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
ضیایی: د ولسوال غلام نبی د راخلاصولو هڅه روانه ده

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ناڅرګندو وسله والو لخوا د کونړ د څوکۍ د ولسوال او د هغه د زوى د تښتونې نن په داسې حال کې نهمه ورځ پوره کېږی، چې چارواکی وایی د جرګو، مرکو له لارې یې د هغو د خلاصونې هڅې روانې دی.
ولسوال حاجی غلام نبی له یوه زوى سره یې د کونړ له مرکز اسعداباد څخه په درې کیلومتره لرې شګۍ سیمه کې تښتول شوى، خو لا یې د تښتونې مسولیت چا پرغاړه نه دى اخېستى.
د کونړ امنیې قومندان خلیل الله ضیایی له نور څه ویلو پرته یوازې وایی، د دغو تښتول شویو په اړه یې د سپین ږیرو په هڅو جرګې، مرکې روانې دی او هیله من دی چې راخلاص به یې کړاى شی.
څه باندې یو کال د همدې وږی میاشتې په لومړیو ورځو کې د کونړ د مرورې ولسوال غیاث حقمل هم ناڅرګندو وسله والو تښتولى و، چې د تښتونې شاوخوا یوه اونۍ وروسته بیا ووژل شو.
وېل کېږی، چې دا تښتونې د سلفی طالبانو په نامه د حکومت یوه ځایی وسله واله مخالفه ډله د پیسو لپاره کوی، خو د دې ډلې مشران په دې اړه رسنیو ته نه غږیږی.
دا چې کونړی چارواکی به د څوکۍ ولسوال او زوى یې هم لکه د مرورې د ولسوال په شان بایلی او که به یې ژوندى له تښتونکو راخلاصوی، په لنډ مهال کې به جوته شی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.