خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/08 0:0کد خبر: 1637

ضیایی: د ولسوال غلام نبی د راخلاصولو هڅه روانه ده

ضیایی: د ولسوال غلام نبی د راخلاصولو هڅه روانه ده - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د ناڅرګندو وسله والو لخوا د کونړ د څوکۍ د ولسوال او د هغه د زوى د تښتونې نن په داسې حال کې نهمه ورځ پوره کېږی، چې چارواکی وایی د جرګو، مرکو له لارې یې د هغو د خلاصونې هڅې روانې دی. ولسوال حاجی غلام نبی له یوه زوى سره یې د کونړ له مرکز اسعداباد څخه په درې کیلومتره لرې شګۍ سیمه کې تښتول شوى، خو لا یې د تښتونې مسولیت چا پرغاړه نه دى اخېستى. د کونړ امنیې قومندان خلیل الله ضیایی له نور څه ویلو پرته یوازې وایی، د دغو تښتول شویو په اړه یې د سپین ږیرو په هڅو جرګې، مرکې روانې دی او هیله من دی چې راخلاص به یې کړاى شی. څه باندې یو کال د همدې وږی میاشتې په لومړیو ورځو کې د کونړ د مرورې ولسوال غیاث حقمل هم ناڅرګندو وسله والو تښتولى و، چې د تښتونې شاوخوا یوه اونۍ وروسته بیا ووژل شو. وېل کېږی، چې دا تښتونې د سلفی طالبانو په نامه د حکومت یوه ځایی وسله واله مخالفه ډله د پیسو لپاره کوی، خو د دې ډلې مشران په دې اړه رسنیو ته نه غږیږی. دا چې کونړی چارواکی به د څوکۍ ولسوال او زوى یې هم لکه د مرورې د ولسوال په شان بایلی او که به یې ژوندى له تښتونکو راخلاصوی، په لنډ مهال کې به جوته شی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.