خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/09 0:0کد خبر: 1655

راسموسن: راتلونکیو اونیوو کې به د طالبانو پرضد جنګ چټکه شی

راسموسن: راتلونکیو اونیوو کې به د طالبانو پرضد جنګ چټکه شی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د ناټو تړون عمومی مشر ویلی، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اونیوو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد عملیات سخت کړی. د یاد تړون مشر اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ د ډنمارک د تلویزیون دویم خبری چاینل ته په مرکه کې وویل: دى د امریکا له پوځی مشرانو سره په دې برخه کې د نظر یووالى لری، چې د طالبانو پرضد باید په راتلونکو اونیوو او میاشتو کې د هغوى په مهمو مرکزونو کې جګړه تېزه شی. راسموسن وویل، چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې له خپلو مرکزونو څخه د طالبانو د ایستلو لپاره جنګی عملیات د نړیوالو ځواکونو د ستراتیژۍ یوه برخه ده. ده وویل، چې هیله لری د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې، چې د پرتګال په مرکز لیزبون کې جوړېږی، په دې پرېکړه وشی، چې افغان امنیتی ځواکونو ته دې له راتلونکی کاله د خپل هېواد د امنتیی چارو مسؤلیت وسپارل شی. راسموسن په افغانستان کې موجود یو لکو شل زره پوځیان د طالبانو د مقاومت د ماتولو لپاره کافی وبلل او ویې ویل، چې طالبان له پوځی لارې د جګړې د ګټلو هیڅ چانس نه لری، خو د افغانستان د شخړې حل یوازې پوځی نه دی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.