خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
راسموسن: راتلونکیو اونیوو کې به د طالبانو پرضد جنګ چټکه شی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د ناټو تړون عمومی مشر ویلی، چې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونه به په راتلونکو اونیوو کې په افغانستان کې د طالبانو پرضد عملیات سخت کړی.
د یاد تړون مشر اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ د ډنمارک د تلویزیون دویم خبری چاینل ته په مرکه کې وویل: دى د امریکا له پوځی مشرانو سره په دې برخه کې د نظر یووالى لری، چې د طالبانو پرضد باید په راتلونکو اونیوو او میاشتو کې د هغوى په مهمو مرکزونو کې جګړه تېزه شی.
راسموسن وویل، چې په هلمند او کندهار ولایتونو کې له خپلو مرکزونو څخه د طالبانو د ایستلو لپاره جنګی عملیات د نړیوالو ځواکونو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
ده وویل، چې هیله لری د ناټو په راتلونکې سرمشریزه کې، چې د پرتګال په مرکز لیزبون کې جوړېږی، په دې پرېکړه وشی، چې افغان امنیتی ځواکونو ته دې له راتلونکی کاله د خپل هېواد د امنتیی چارو مسؤلیت وسپارل شی.
راسموسن په افغانستان کې موجود یو لکو شل زره پوځیان د طالبانو د مقاومت د ماتولو لپاره کافی وبلل او ویې ویل، چې طالبان له پوځی لارې د جګړې د ګټلو هیڅ چانس نه لری، خو د افغانستان د شخړې حل یوازې پوځی نه دی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.