خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/06/15 0:0کد خبر: 1782

دکندهار دبشری حقونو خپلواک کمیسیون له جګړه مارو څخه د اوربند غوښتنه کړې

دکندهار دبشری حقونو خپلواک کمیسیون له جګړه مارو څخه د اوربند غوښتنه کړې  - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په کندهار کې د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په دی ولایت کی د جګړی د ښکیلو ډلو له لورې د ملکی مرګ ژوبلی پر زیاتوالی اندیښنه ښودلی ده او د دواړو لوریو څخه غوښتونکی ده چی نوره جګړه پای ته ورسوی . هغه خبرپاڼه چې په کندهار کې د نوموړی کمیسیون د دفتر څخه رارسیدلې ده پکښی ویل شوی چې په دی وروستیو کې په کندهار کې د جګړو ، وسله والو ، ځانمرګی بریدونو او چاودونو په ترڅ کی ډیر ځانی زیانونه ملکی خلکو ته رسیدلی دی. خبرپاڼه زیاتوی چې، ملکی او بی دفاع خلکو د مرګ ژوبلی کچه ورځ تر بلی د ډیریدو په حال کی ده او باید مخنیوی یی وشی . په خبرپاڼه کې راغلی چې ،د روان میاشتې د لمړۍ لسیزې په اوږدو کې د بیلابیلو پیښو په ترڅ کې13 ملکی کسان وژل شوی او 21 نور ټپیان شوی دی. په خبرپاڼه کې پر نوموړی مرګ ژوبله سخته خواشینی ښودل شوی ده او د ملکی خلکو وژنه چې د هری ډلی له لورې رامنځته شوی ده په کلکو ټکو غندل شوی ده. د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په خپله خبرپاڼه کې په جګړو او شخړو کې د ښکیلو ډلو څخه په ټینګه غوښتنه کړی چې د داسی ناوړه ، غیر اسلامی او غیرانسانی کړنو د مخنیوی په برخه کی لازم او عاجل اقدامات تر سره کړی. سرچینه زیاتوی چې د کندهار د بشری حقونو خپلواک کمیسیون په دی غمیزو کی د افغانستان د مسلمان اولس سره ځان شریک بولی ،وژل شوو کسانو ته دبخښنې دعا کوی ، ټپیانو ته دعاجلې شفا او کورنیو ته یی د جمیل صبر غوښتنه کوی. دا په داسې حال کې ده ، چې نړیوال ځوا کونو د ملکی کسان د مرګ ژوبلې پړه پر وسله والو طالبانو اچوی خو طالبان داپړه نه منی.
  • منبع: آژانس خبری ایرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.